پراګ - د پېښور چټک بس پروژه به د راتلونکې کال په مارچ کې بشپړه شي. دا ادعا د پېښور پرمختیا ادارې ډایریکټر جنرل او د پېښورچټک بس سروس پروژې مشر اسرار الحق له مشال راډيو سره په یوه مرکه کې وکړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۹ز کال له مارچ میاشتې پس به د چټک بس پروژې د دوکانونو او مارکېټونو منصوبه هم په دغه کال سر ته ورسوي.
نوموړی وایي: ''د چاپېریال پاک ساتلو لپاره به د پېښور ښار زاړه بسونه او واګنې هم اخلي او له ښاره به یې وباسي او له دې سره به د خلکو تګ راتګ هم ګړندی شي. دا مهال خلک په پېښور کې په یوه ګنټه کې ۱۴ نیم کلومیټره سفر کولی شي. چټک بس له راتګ سره د یوې ګنټې رفتار۲۵ کلومیټره شي او د پېښور له یوه سره تر بله به تګ چې اوس دوې ګنټې اخلي، یوې ګنټې ته راټیټ شي.''
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
که څه هم د تحریک انصاف په مشرۍ د خېبر پښتونخوا حکومت د چټک بس پروژې په زغرده بشپړولو غورې کوي خو د پېښور پوهنتون پر سړک کارکونکيو او دکاندارانو مشال راډیو ته وویل چې د دغې پروژې له پیل راهېسې په تګ راتګ کې مشکلات لري.
پر سړک د ګلونو پلورلو یو دکاندار وایي، مخې ته یې ټول سړک کنډې کپرې دی، هېڅوک یې ګلونو اخېستو له نه ورځي.
پر یونیورسټي سړک د لومړني ښځینه بانک (فرسټ ومېن بېنک) یوه کارکونکې نورین اختر وایي، له بېنکه کور ته د شپې اته بجې رسېږي.
له تاکال سره نېږدې د کپړو یو دکاندار شاهسوار وایي، ټول ښار له دوړو ډک دی او خلک نه پوهېږي چې کله به دغه پروژه سر ته رسېږي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي خلیق الرحمان وایي دا منصوبه یې د حکومت په لومړیتوبونو کې یوه ده، خو د ځینو مشکلاتو له وجې یې زیات وخت واخېست.
دی زیاتوي: ''پېښور یو منظمه ښار نه دی، کله هم د چټک بس لپاره کیندنې کیږي نو څه نا څه راوځي نو هغه بیا نورې ستونزې پیدا کوي. پېښور خو تر اوسه ماسټر پلان هم نه لري.''
دا هم وګورئ: د پېښور چټک بس سروس منصوبې يو کال وشو خو لا جوړه نه دهد خیبر پښتونخوا د بلدیاتو پخوانی وزیر او د جماعت اسلامي د صوبایي اسمبلۍ غړی عنایت الله وایي، ده پخوا هم په حکومت کې د دغه منصوبې مخالفت کړی وو.
''دا منصوبه د تحریک انصاف پاکستان د صوبایي حکومت په غلطیانو کې یوه ده، دا د پېښور لپاره یوه نقصاني پروژه ده، د خلکو کاروبارونه تباه شول، هېڅ منصوبه بندي ورله نه ده شوې او ښار یې ټول سپڼلی دی.''
د پېښور پر چټک بس پروژه ۶۶ اربه روپۍ لګښت راځي، د دې ترڅنګ به پر کاروباري ودانیو نهه نیم اربه روپۍ لګېږي او له هغې به حکومت کرایې ترلاسه کوي او تر اتو اربو روپیو پورې به نوي بسونه اخېستل کېږي.
دا هم وګورئ: د صدر دوکانداران د چټکو بسونو د پروژې زر بشپړېدو غوښتنه کوي