اوږدې افغان جګړې ګڼې مفروضې زېږولې

په افغانستان کې د جګړې اوږدېدو له افغانانو سره ډېرو فرضیو ته هم لاره هواره کړې ده.

کله چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې له خپلو افغان متحدینو سره د طالبانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود، افغانانو یې تود هرکلی وکړ، خو له ۱۷ کلونو وروسته طالبانو تقریباً د افغانستان نیمایي برخه نیولې، امنیتي وضعیت د پخوا په نسبت ډېر خراب شوی چې د دغو شرایطو ملامتي هم اکثره افغانان پر امریکایانو اچوي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، امریکا د افغانستان په جګړه کې چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، له ۲۴۰۰ زیات پوځیان له لاسه ورکړي او څه باندې ۹۰۰ ميلیارډه ډالر یې پرې لګولي دي.

د امریکا درېوو ولسمشرانو د دغې جګړې د پای ته رسولو ژمنې کړي، هر یوه یې یا دې هېواد ته نور سرتېري رالېږلي، یا یې سرتېري ترې ایستلي، له طالبانو سره یې تماسونه ټینګ کړي، یا یې هم د هغوی پر ځپلو زور اچولی دی.

تېرکال یې هم تر ټولو ستر بم چې د بمونو د مور په نوم یاد شوی، د بلې سخت دریځې داعش ډلې تر ځمکې لاندې په سمڅو را وغورځاوه.

د راپور له مخې، تر اوسه هېڅ یوې دغې هڅې موثره نتیجه نه ده ورکړې، بلکې د کلونو په تېریدو سره یې افغانان لا ډېر ناهیلي کړي او دغه وضعیت ډېرو فرضیو ته لاره هواره کړې ده.

په یوه کې یې اکثره افغانان د ملامتۍ ګوته امریکا ته نیسي چې ګواکې دا هېواد نه غواړي چې دغه جګړه پای ته ورسوي.

محمد اسماعیل قاسمیار چې د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار دی، وایي چې نه پوهېږي چې ولې امریکایي او د ناټو ځواکونو چې یو وخت یې شمېر په افغانستان کې ۱۵۰ زره سرتېرو ته رسېده، د سلګونو زرو افغان ځواکونو ترڅنګ ونشو کړای چې د طالبانو ځواک مات کړي؟

محمد اسماعیل قاسمیار

د قاسمیار په باور، دوی نه غوښتل چې دا کار وکړي، یا به یې هم ښایي نشو کولای.

قاسمیار وایي، اوس یې په زړه کې داسې تېرېږي چې ښایي امریکا او د هغې متحد پاکستان قصداً غوښتي وي چې د افغانستان وضعیت ګډوډ وښیي، تر څو امریکا په دې هېواد کې دوامداره پوځي حضور توجیه کړای شي.

د هغه په وینا، امریکا په دغه پوځي حضور سره چې اوس یې د سرتېرو شمېر ۱۵ زرو ته رسېږي، له افغانستانه په استفادې غواړي ایران، روسیه او چین له نېږدې وڅاري.

دا چې د افغانستان د جګړې ترشا څه عوامل پراته دي، وخت ناوخت په تېره د مهمو پېښو په تړاو افغان چارواکو او د سیاسي چارو کتونکو مختلف نظرونه څرګند کړي دي.

تېره میاشت د کندهار د ځواکمن امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق له وژلو سره ټولنیزې رسنۍ په تصویرونو او پوسټونو ډکې وې چې په ډېرو کې ویل کېدل، نوموړی د امریکا د توطیې ښکار شوی دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې پر افغانستان د امریکا د پوځي برید په نتیجه کې واک ته ورسېد او څه باندې یوه لسیزه یې د چارو واګې په لاس کې وې، وایي چې افغانانو په ۲۰۰۱ کال له زړه د متحدو ایالتونو او د نړیوالې ټولنې د راتګ هرکلی وکړ، خو اوس داسې نه ده.

حامد کرزی

کرزي په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې وویل:

"په لومړیو څو محدودو کلونو کې هر څه ډېر ښه وو، خو وروسته موږ ولیدل چې امریکا یا خپل دریځ بدل کړ، یا هم ښایي ګې په اسانۍ یې د افغانانو غوښتنې او د دې هېواد وضعیت له پامه غورځولي وي."

کرزی امریکا ګرم بولي چې دغه جګړه یې اوږده کړې.

د هغه په وینا، امریکا نه ده توانېدلې چې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د سختدریځو پناه ګاوې له منځه یوسي، د افغانانو پر کلیو او کورونو یې بمباري کړې او په عملیاتو کې یې ډېر افغانان نیولي او په زندانونو کې یې اچولي دي.

یوشمېر نور افغانان بیا داسې انګېري چې د افغانستان درغل (فاسد) حکومت چې خپله کرزي یې له څه باندې یوې لسیزې مشري کړې، په دې هېواد کې د جګړې دوام ته لاره هواره کړې ده.

حاجې اکرم چې د کابل په زاړه ښار کې روزمزد دی او د خپلې کورنۍ لپاره په مشکل یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي او وايي چې ټولې مرستې چې دې هېواد ته راغلي، د هغو کسانو جیبونو ته لوېدلي چې په قدرت کې دي او بېوزلو ته هېڅ نه دي رسېدلي.

حاجې اکرم چې د ورځې شااوخوا ۴ ډالره ګټي، وایي چې نړیوالو وضعیت نه دی ښه کړی او ورته پکار ده چې له دې هېواده ووځي.

د اسوشېټېډ پرېس په لیکنه، دا یوازې افغانان نه دي چې له روان وضعیته سر ټکوي، بلکې د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکي هم د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په اوهایو ایالت کې په یوه وینا کې د افغانستان وضعیت له دې هم ناوړه وباله.

جان سوپکو څرګنده کړه چې امریکا په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو تر اوسه ۱۳۲ ملیارده ډالر چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د لوېدیځې اروپا د رغولو لپاره د امریکا د مرستو تر اندازې ډېر زیات دي، لګولي.

جان سوپکو

پر دې سربېره امریکا نور ۷۵۰ ملیارده ډالر هم په افغانستان کې پر پوځي عملیاتو لګولي او واشنګټن هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره په کال کې د ۴ ملیاردو ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده.

د سوپکو په وینا، د دې ټولو هڅو سره سره نتیجه داده چې له اولسو کلونو پوځي او مالي مرستو سره سره افغانستان تر اوسه یو د نړۍ تر ټولو بېوزله هېواد دی، د سواد کچه پکې ډېره ټیټه ده، په نړۍ کې یو تر ټولو په فساد ککړ او یو تر ټولو ناامنه هېواد دی.

حمیدالله نصرت چې د کابل سیند پر غاړه ګرځنده هټۍ پلورنکی دی، وایي چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو سره یې داسې احساس کاوه چې هر څه به ښه شي، خو ورځ تربلې وضعیت لاخرابېږي.

له نوموړي سره هم دا پوښتنه ډېره مطرح ده چې متحده ایالات چې سوپر پاور یا د نړۍ تر ټولو ځواکمن قدرت دی، ولې نشي کولای چې د طالبانو مخه ونیسي.

د ده په وینا، هر افغان دا پوښتنه کوي.

افغان امنیتي ځواکونو چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې په افغانستان کې د جګړو مشري تر لاسه کړې، د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړو کې هره ورځ ډېره قرباني ورکوي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت افغان ځواکونو ته سلا مشوره ورکوي، ملاتړ یې کوي او روزنه ورکوي، خو د امریکا په ګډون د دغو ځواکونو پر نړیوالو ملاتړو ډېر انتقادونه کېږي چې هغسې چې لازمه ده، دغه ځواکونه یې په ښو وسلو نه دي سمبال کړي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې په سختو شرایطو کې یې سم لاس نیوی نه کېږي.