طالبانو له خلیلزاد سره‌ د خبرو پخلی کړی

قطر کې د طالبانو دفتر

طالبانو پخلی کړی چې په قطر کې یې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا له یو لوړپوړي پلاوي سره درې ورځني مذاکرات کړي دي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي د افغانستان مسلې د سوله ییز حل را-اېستلو په موخه دغه خبرې له چارشنبې تر جمعې پورې په دوحه کې د دوی په سیاسي دفتر کې شوې دي.

مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې خبرې په لومړني پړاو کې دي او تر اوسه لا هېڅوک هوکړه پکې نه ده شوې.

نوموړي د رسنیو هغه راپورونه هم رد کړي چې ګوندې وسله‌وال طالبان د لنډمهالي حکومت رامنځته کېدل غواړي.

دا هم وګورئ: جنرال سکاټ مېلر: د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه‌لري

دا هم وګورئ: اڅکزی: د افغانستان پر پولو دې نړیوال پوځ وګومارل شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نومبر پر اتلسمه په کابل کې خبریالانو ته د افغانستان تر ولسمشریزه انتخاباتو مخکې له طالبانو سره د سولې د یو جوړجاړي ته د رسېدو په اړه په احتیاط خوشبیني وښودله.

نوموړي د نومبر پر نولسمه له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي چې د ارګ په وینا، ولسمشر ته‌ یې د خپلو وروستیو سفرونو او په قطر کې له طالبانو سره د لیدنو په اړه معلومات ورکړي دي.

د ولسمشر غني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي خلیلزاد له خولې ویلي:

"امریکا د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره زمینه برابروي او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابروونکی رول لري."

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړې چې د سولې د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره تر بل هر وخت ډېر شرایط برابر شوي.

ارګ وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې امریکا د افغانستان د ستراتېژیک دوست په توګه د افغانستان حکومت او قوانینو ته درناوی لري او د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي چې سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او افغان حکومت بین‌الافغاني خبرو ته بشپړ چمتووالی لري

بل‌خوا د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د نومبر پر ۱۹مه ازادي راډیو ته وویل، که د سولې بهیر سنجولی پرمخ یووړل شي، شونې ده چې تر انتخاباتو پورې حکومت او طالبان خپلو کې سولې ته ورسېږي.