جنرال تادين: هيچا ته به د ولس د ژوند او امنيت ګواښلو اجازه ورنکړم

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جنرال تادين: هيچا ته به د ولس د ژوند او امنيت ګواښلو اجازه ورنکړم

پراګ - د افغانستان د سوهېلي ولايت کندهار امنيه کومندان تورنجنرال تادين خان اڅکزی وايي چې هيڅ کس يا ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د ولس ژوند او امنيت له ګواښ سره مخامخ کړي.

نوموړي د نومبر پر ۲۴مه له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وويل چې د خپل ورور او د دې ولايت د پخواني امنيه کومندان جنرال عبدالرازق خان تر وژل کېدو وروسته يې د ولس او قومي مشرانو پر غوښتنه دې دندې ته غاړه کېښوده.

هغه زياته کړه چې له جنرال رازق سره يې د يو ملګري او مشاور په حېث په نظامي او ملکي چارو کې له نږدې کار کړی او د هغه کارونه يې څارلي دي.

د نوموړي په وينا د امنيت راوستلو په برخه کې د خپل ورور د ټولو تاکتيکونو معلومات لري او پر خپلې تجربې سربېره به د هغه تګلاره پرمخ وړي.

جنرال تادين وايي چې هيڅکله يې داسې فکر نه و کړی چې د خپل ورور پر چوکۍ به کښېني بلکې دا هڅه يې کوله چې د جنرال رازق خدمت وکړي او هغه هوسا کړي. خو نوموړی زياتوي چې د خپل ورور تر وژل کېدو وروسته مجبوره شو چې اوسنۍ دنده پرمخ يوسي. د هغه په وينا اوس چمتو دی چې دغه دنده پر مخ يوسي او د خپل ورور نوم روښانه کړي.

د نوموړي په وينا څه ډول چې جنرال رازق د ولس د امنيت او د هېواد د سوکالۍ لپاره زيار ايستلی و، همهغه ډول به دی د هغه لاره تعقيبوي او په خپل ټول توان به د ولس خدمت کوي.

له وسله والو طالبان سره د سولې د خبرو اترو په اړه تادين خان وويل چې سوله په هر قيمت چې وي د افغانانو په خېر ده او دی يې ملاتړ کوي. خو د هغه په وينا که څوک جګړه ورسره کوي او افغانان وژني نو دوی به هم جګړه ورسره کوي.

جنرال تادين وايي د کندهار د ولس او قومي مشرانو پر غوښتنه او د ولسمشر تر باور وروسته دغه دنده ورته سپارل شوې ده او دی به هڅه کوي چې د ولس له هيلو او غوښتنو سره سم امنیتي چاري پر مخ يوسي.

نوموړی وايي تر هغه وخته به پر خپله دنده پاتې شي تر څو چې ولس پر ده باور لري او ملاتړ يې کوي.

۳۴ کلن تادين خان تر هغه وروسته د افغان ولسمشر اشرف غني په امر د کندهار امنيه کومندان وټاکل شو کله چې د روان ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۱۸ نېټه د هغه مشر ورور او د دې ولايت امنيه کومندان جنرال عبدالرازق په ولايت مقام کې دننه په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

په دې بريد کې د کندهار د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمومن حسېنخېل هم ووژل شو او والي زلمی ويسا سخت ژوبل شو. د دې بريد مسوليت وسله والو طالبانو پر غاړه واخيست.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه