پراګ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له وزیراعظم عمران خان څخه د افغانستان د جګړې د ختمولو په برخه کې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر درېیمه په یوه بیان کې ویلي چې ټرمپ دا غوښتنه په یوه لیک کې کړې چې د دوشنبې (ګل) پر ورځ عمران خان تر لاسه کړی.
تر دې مخکې د ډېسېمبر پر درېیمه د پاکستان جیو او ډان ټېلېوېژنونو د وزیراعظم له خولې دا خبر ورکړی وو چې د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري یې رویټرز اژانس ته تصدیق هم کړی وو.
عمران خان ته د ټرمپ د لیک رسېدو خبر پر داسې مهال خپور شوی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ډېسېمبر له دویمې څخه د پاکستان، افغانستان، قطر، متحده عرب اماراتو او ځېنو نورو هېوادونو سفر پیل کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په خپل لیک کې ټرمپ دا هم ویلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې امریکا او پاکستان دواړه اغېزمن کړي دي او ټینګار یې کړی چې اسلام اباد او واشنګټن دې هغه موقعې ولټوي چې ورسره دواړه یو ځای کار او ملګرتیا تازه کړای شي.
د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، پاکستان پخوا هم په بیا بیا د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د سیاسي حل پر اړتیا ټینګار کړی او د "امریکا د پرېکړې هرکلی کوي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې اسانتیاو پیدا کولو ته ژمن دی.
د عمران خان تر واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې نوموړي ته امریکايي ولسمشر لیک استولی دی خو سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا هم وګورئ: عمران خان: له افغانستان سره د اړيکو سمولو هڅه کومپه عین وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر دویمه په بیان کې ویلي چې خلیلزاد به د ډېسېمبر تر ۲۰مې پورې د سیمې په سفر وي چې پکې به نوموړی له افغان چارواکو او نورو خواو سره د افغانستان د سولې او روغې پر بهیر وغږېږي.
دا سیمې ته د خلیلزاد درېیم سفر دی. نوموړی په نومبر کې هم افغانستان، قطر او متحده عرب اماراتو ته ورغلی وو خو پاکستان ته یې سفر نه وو کړی.
دا هم وګورئ: 'امریکا په افغانستان کې د سولې په ډېرو جدي خبرو بوخته ده'په قطر کې د طالبانو دفتر له خلیلزاد سره خبرې ابتدايي خو مثبتې بللې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې خلیلزاد به دا ځل روسیې، ازبکستان، ترکمنستان او بېلجییم ته هم ځي چې د افغانستان د مسلې پر سیاسي حل له چارواکو سره وغږېږي.
د تېر سفر په پای کې نوموړي په کابل کې خبریالانو ته ویلي ول چې هیله من دی چې د ۲۰۱۹ز کال په پسرلي کې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې یوه موافقه وشي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په اپرېل کې وشي.