پراګ - متحده عرب اماراتو اعلان کړی چې د پاکستان د اقتصادي او مالياتي تګلارې د ملاتړ لپاره به د دې هېواد په مرکزي بانک [سټېټ بېنک اف پاکستان] کې درې اربه امريکايي ډالر ږدي. د اماراتو سرکاري خبري اژانس ليکلي چې د ابوظبۍ پرمختيايي فنډ نن [د ډېسېمبر پر ۲۱مه] بيان خپور کړ چې وايي دا پيسې به په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان په بانک کې ږدي تر څو د دې هېواد د پيسو ورکولو په وس او د بهرنيو اسعارو په ذخيره کې زياتوالی وشي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر خپلې رسمي ټويټر پاڼې د اماراتي حکومت مننه کړې چې د ده په وينا د ازميښت په دې وخت کې يې په پراخ زړه د پاکستان ملاتړ وکړی.
دا چې په پاکستاني بانک کې به د اماراتو د دې پيسو په اېښودلو سره د دې هېواد اقتصادي حالت ته څومره ګټه ورسېږي؟ د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي چې په دې کار سره به د پاکستان د بهرنيو اسعارو ذخيرې لږ مضبوطې شي او د پاکستانيو روپيو ارزښت به زيات نه کمېږي خو بيا هم دا د اقتصادي مشکل حل نه دی.
"پاکستان بايد پيداواري عمل، برامدات او پانګونه زياته کړي. ټېکسونه بايد کم کړي او کرپشن [اداري فساد] بايد کم يا ختم کړي. بلخوا بايد د پاکستان په ټولو صوبو کې پرمختيايي پروژې پېل کړل شي."
دا هم وګورئ: سعودي د پاکستان مرکزي بانک کې درې بیلیونه ډالر ږديمتحده عرب امارات په داسې حال کې پاکستان ته د درې اربه ډالرو د پور ورکولو اعلان کړی چې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دی. تر دې وړاندې د روان ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کې سعودي عرب اعلان کړی و چې د پاکستان د بهرنۍ کرنسۍ له ذخيرې سره د مرستې په خاطر به هم پاکستان ته د درې اربه ډالر ورکوي چې دوه اربه ډالر يې ورسپارلي او پاتې يو ارب ډالر به په راتلونکې جنوري مياشت کې پاکستان ته ورکړي.
دا هم وګورئ: سانچيز: پاکستان ته د قرض په پرېکړه کې امريکايي مداخله نشتهسعودي عرب او امارات په داسې وخت کې پاکستان ته پورونه ورکوي چې د دې هېواد چارواکي له ديواليه کېدو څخه د ژغورنې لپاره د بهرنيو پورونو د ورکولو په خاطر د پیسو له نړیوال صندوق یا ای اېم ایف سره هم په خبرو بوخت دي.
دا چې پاکستان اوسمهال له کومو اقتصادي چیلنجونو سره مخامخ دی؟ د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي درو مهمو ټکو ته اشاره کوي.
"لومړی د پاکستان په صنعتي، ذراعتي او خدماتي څانګو کې نه خو ملازمتونه شته او نه هم پانګونه پکې کېږي. دويم، په دې هېواد کې ټېکسونه او د بجلي او ګېس بيعې زياتې دي چې له دې امله څوک پانګونه نه کوي. دريم د پاکستان بجټ زيات دی خو پرمختيايي لګښتونه يې کم دي."
د پاکستاني چارواکو په وينا پر دې هېواد بهرني پورونه په تیرو لسو کالونو کې له شپږ ټریلیونه روپيو څخه ۳۰ ټريلیونه روپيو ته رسېدلي دي.