د عاصمې راني کورنۍ له کال راهیسې د انصاف په انتظار ده

پولیس وايي د عاصمې راني مقدمه په های کورټ کې روانه ده

پراګ - د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د وژلې زده کوونکې عاصمې راني کورنۍ وايي، د پېښې یو کال پوره شو خو ملزمان لا هم سزا شوي نه دي او دا چې د مالي پرېشانیو له کبله نور د وکیل پیسې هم نشي ورکولای.

راني د ۲۰۱۸ز د جنورۍ پر ۲۷مه په کواټ کې له کور سره نېږدې وژل شوې وه.

د نوموړې کورنۍ تور پورې کړی وو چې راني له مجاهد اپریدي سره له واده انکار وکړ چې تر هغې وروسته نوموړي له خپل یوه ملګري سره یو ځای وویشته.

د عاصمې راني پلار غلام دستګیر د جنورۍ د شپږمې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، حکومت ورسره د انصاف ډېرې ژمنې وکړې، خو لا یې هم نه دي پوره کړې:

"یو کال وشو، عدالت راته یوازې تاریخونه (نېټې) راکوي. د عاصمې تر وژنه وروسته حکومت وویل، د هغې په نوم به په لکي مروت کې کالج جوړ کړي، خو اوس مې هېڅ پوښتنه نه کوي."

د دستګیر په خبره، څومره پیسې یې چې لرلې هغه یې د راني د طب پوهنځي پر زده کړو ولګولې چې هغه به ډاکتره شي او د ولس خدمت به وکړي:

"زما لور تر ویشتل کېدو وروسته خپله ویلي ول چې 'مجاهد اپریدي ویشتې یم' خو تر اوسه راسره انصاف نه دی شوی."

دا هم وګورئ: د عاصمې راني کورنۍ: په زوره مو روغې جوړې ته مجبوروي

راني چې په ژوبل حالت کې په روغتون کې وه نو د کورنۍ په وینا، ورور یې ورڅخه یو ویډیويي بیان اخیستی وو چې په هغه کې نوموړې پر مجاهد اپریدي د هغې د ویشتلو تور پورې کړی وو.

دا ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې د خلکو غبرګون یې پارولی وو.

د راني پلار وايي، د اپریدي خپلوان ورته د روغې کولو وايي او ګواښي یې هم.

غلام دستګیر زیاتوي، دوه ماشومان یې معذوره دي او د مالي ستونزو له کبله اوس د عاصمې د مقدمې لپاره وکیل ته د پیسو ورکول هم ګران شوي.

د کواټ پولیس وايي، پر مجاهد اپریدي یې د ترهګرۍ دفعه هم لګولې چې هغه یې پر ضد درخواست دایر کړی وو خو عدالت تېره اوونۍ د هغه غوښتنه رد کړه.

های کورټ د ملزمانو ضمانتونه هم خارج کړي.
فضل نعیم

د اپریدي تره افتاب عالم وايي، پر وراره یې لګېدلي تورونه ناسم دي او وايي، د ترهګرۍ تور ضد به بل درخواست ژر منظور شي:

"پر مجاهد د [ترهګرۍ] دفعه ټیک نه ده لګېدلې. زه خپله وکیل یم او په داسې مرګونو کې د ترهګرۍ دفعه نه لګي. د عاصمې کورنۍ له سیاسي مخالفانو سره ملګرې وه او یوازې یې موږ بدنامه کړي یو. په پښتو کې د یوې ښځې [وژنه] ډېره عجیبه ده چې زموږ کلچر نه دی."

د کواټ د پولیسو ویاند فضل نعیم وايي، د اپریدي او دوه هغه کسان چې ورسره یې مرسته کړې وه، دا مهال زندانیان دي:

"مقدمه په های کورټ کې روانه ده، فیصله یې لا نه ده شوې. [عدالت] پر هغوی د ترهګرۍ دفعه هم برقراره وساتله. های کورټ د ملزمانو ضمانتونه هم خارج کړي."

د پاکستان سپریم کورټ هم د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې د عاصمې راني تر وژنې وروسته د پېښې نوټس اخیستی وو او د متحده عرب اماراتو چارواکو اپریدی هلته تر نیولو وروسته پاکستان ته لېږدولی وو.