هغه د جنورۍ په ۷مه مشال راډيو ته اسلام اباد ته تر تللو مخکې وويل چې د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو غواړي پر طالبانو خپل اثر رسوخ کارولو سره هغوی د افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښېنوي.
نوموړی چې د سولې د عالي شورا د يو پلاوي په مشرۍ د جنورۍ پر اتمه اسلام اباد ته رسېدلی زياته کړه: ((د سولې لپاره په سيمه کې کوښښونه روان دي خو متفرق دي. زما کار دا دی چې د سولې لپاره دا خواره واره کوښښونه سره يو ځای کړم او د يو هدف سره د کار په کولو يوې نتيجې ته ورسېږو. پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د افغانستان پر مسله کې دخيل دی. پر طالبانو هم اثر لري. اوس يې دا اظهار کړی او علامې ښکاري چې د افغانستان په مسله کې مهم او مثبت رول ولوبوي.))
طالبانو سره چې کومو ملکونو خبرې کړې دي، هغه د افغان حکومت په خوښه شوې دي. په اړه یې اندېښنه نه لروعمر داودزی
په دې وروستيوو کې ايراني، روسي، پاکستاني، عرب اماراتو، چيني او امريکايي چارواکو ويلي چې طالبانو ورسره د سولې په اړه مذاکرات کړې دي. په همدې حال کې طالبانو د افغان حکومت سره له مخامخ کښېناستو مسلسل انکار کړی دی. دغه وسله واله ډله دريځ لري چې د جګړې اصلي لوری امريکا ده نو ځکه دوی هغوی سره خبرې کوي.
د افغان ولسمشر سلاکار، عمر داود زی وايي د بېلابېلو هېوادونو سره د طالبانو په مذاکراتو کولو خفه نه دی. خو هغه زياته کړه چې که وسله وال سوله غواړي نو آخري او حتمي خبرې به بيا هم د افغان حکومت سره کوي نو پکار ده چې دا کار په لومړيوو کې وکړي. ((امريکايانو چې طالبانو سره کومې خبرې کړې وي، هغه یې د افغان حکومت په خوښه او اجازه کړې وي. ولسمشر ته يې بېرته راپور هم ورکړی دی. په دې اړه تشويش نه لرو. دا د طالبانو يو شرط وو چې پوره شو. اوس بايد طالبان د افغان حکومت وړانديز ومني او خپلو افغانانو سره دې خبرو ته کښېني.))
د يادونې ده چې افغان چارواکي پر پاکستان د وسله والو طالبانو د ملګرتيا تور پوې کوي خو پاکستان دا نه مني. دوی دريځ لري چې د افغانستان امن ته ژمن دي او د دې لپاره به پر يادې وسله والې ډلې خپل محدود اثر رسوخ وکاروي.
بلخوا طالبانو د خپلو غوښتنو په ډاګه کولو سره ویلي چې له افغانستانه د خوا او شا لس زره بهرنيوو ځواکونو د ويستلو لپاره د مهالويش ټاکل کېدل او د بنديانو خوشي کېدل غواړي. افغان چارواکي دريځ لري چې پر دې مسلو هله خبرې کېدای شي چې د دواړو خواوو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې پېل شي.