په پاکستان کې د اپوزیشن لوی اتحاد جوړولو هڅې پیل شوي

په پاکستان کې اپوزیشن وېره لري چې حکومت د ۱۸م اییني ترمیم ختمولو په تکل دی

پراګ - د بلوچستان د ملتپاله ګوند نیشنل پارټۍ مشر او سېنېټر حاصل بزنجو وايي، هڅه کوي چې د پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) په ګډون د اپوزیشن ګوندونو لوی اتحاد جوړ کړي.

نوموړي د جنورۍ ۱۰مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، په دې لړ کې یې د جنورۍ پر نهمه د پاکستان پیپلز ګوند له شریک مشر اصف علي زرداري سره کتلي.

بزنجو وایي هڅه کوي، د پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) په ګډون د اپوزیشن ټول ګوندیز اتحاد جوړ کړي.

دی وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت ارادو ته په کتو یې دا ګام پورته کړی:

"ما له [اصف علي] زرداري صاحب سره خبرې وکړې، اوسنی حکومت د اتلسم [اییني] ترمیم د ختمولو اراده لري. دغه شان د یو ګوندیز نظام د راوستو خبره کوي او نورې ارادې هم لري، زرداري صاحب هم په دې حواله له ما سره متفق وو. موږ حکومت نه نسکوروو. خو اوسنی حکومت چې کومې ارادې لري دا د ریاست په ګټه نه دي. د سیاسي ګوندونو په توګه دا زموږ ذمه واري ده چې د دې مخه ونیسو."

دا هم وګورئ: سپریم کورټ: د بلاول زرداري او مراد علي شاه نومونه دې د سفري بندیز له لېسټه لرې شي

بزنجو زیاته کړه، په راتلونکو دوو ورځو کې به له نواز شریف او شهباز شریف سره هم وګوري او غواړي چې له پارلېمانه بهر او دننه اپوزیشن ګوندونه یو کړي.

د پاکستان په سیاست کې دا پرمختګونه پر داسې مهال کېږي چې د اپوزیشن ګوند مسلم لیګ (ن) دوه مشران، نواز شریف او شهباز شریف د احتساب عدالتونو زنداني کړي دي او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري او ځېنې نور سیاستوال د تورو پیسو سپینولو په اړه د بېنومه او جعلي بانکي حسابونو له قضیو سره مخامخ دي.

کارپوه رحیم الله یوسفزی وایي، د پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) ترمنځ ډېر اختلافات دي چې له وجې یې د دواړو ترمنځ اتحاد ګران دی خو پر دواړو ګوندونو مشکل وخت راغلی نو ښایي دا د اپوزیشن ګوندونو اتحاد ته لار هواره کړي.

نوموړی وایي د اپوزیشن ګوندونو ممکنه اتحاد تحریک انصاف په مشرۍ کې اوسني حکومت لپاره له پارلیمانه بهر ستونزې نشي جوړلی ځکه چې خلک غواړي لا حکومت ته وخت ورکړي.

د پاکستان اوسنی حکومت شاوخوا پېنځه میاشتې مخکې جوړ شوی وو.

دا هم وګورئ: زرداري وايي له مخالفانو سره هر ځای مبارزې ته چمتو دی

یوسفزی زیاتوي، د اپوزیشن ګوندونو ګډ اتحاد د پارلېمان دننه حکومت ته ستونزې جوړولی شي.

پاکستان پيپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) د اتحاد په اړه لا څه نه دي ویلي.