د صوابۍ د شېرغونډ ښوونځی اسانتیاوې نه لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په شېرغونډ کې یو ابتدايي ښوونځی دی چې پکې استادان او اسانتیاوې کمې دي. د ښوونځي استادان وايي، برېښنا نه لري، کوټې وړې دي او په یوه ټولګي کې ۹۰ ماشومان پر ټغرونو ناست زده کړې کوي. د صوبې چارواکي وايي، په ښوونځیو کې د استادانو کمی پوره کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.