روسي ولسمشر ولادمیر پوتین تر هغې وروسته خپل وېنېزوېلي سیال نېکولاس مدورو ته په ټېلېفوني خبرو کې د خپل ملاتړ څرګندونه کړې چې د اپوزیشن یوه سیاستوال ځان د هغه هېواد لنډمهاله مشر اعلان کړ.
مسکو د جنورۍ پر ۲۴مه د بهرنیو ځواکمنو هېوادونو له لوري د مادورو د مخالف خوان ګوایېدو د ملاتړ غندنه وکړه.
دا هم وګورئ: ولادیمیر پوتین به په مسکو کې له خپل ترکي سیال سره وګوريګوایېدو د چارشنبې پر ورځ پر داسې مهال ځان لنډمهالی ولسمشر اعلان کړ چې لسګونه زره خلکو په وېنېزوېلا کې د مدورو ضد لاریون وکړ او هغه یې په زور د واکمنېدو په هڅو تورن کړ.
امریکا، کاناډا او ځېنو لاتیني امریکايي هېوادونو د ګوایېدو اقدام رسماً تایید کړ.
خو روسیه، چین، ایران، شام، کیوبا او ترکیه له هغو هېوادونو څخه دي چې د مادورو د حکومت د ملاتړ اعلان یې کړی.
نوموړی په ۲۰۱۳ز کال کې د هوګو شاوېز تر مړینې وروسته واکمن شو.
په وېنېزوېلا کې تېر کال په مې کې ولسمشریزې ټاکنې وشوې چې ځېنو اپوزیشن ګوندونو ورڅخه بایکاټ کړی وو او پکې د ټګۍ تورونه هم پورې شوي ول.
مادورو دوه اوونۍ مخکې، د انتخاباتي نتیجو پر اساس، په دویم ځل د ولسمشرۍ دنده پیل کړه.