اسلام اباد ـ د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف د ډاکټرانو په سپارښتنه د زړه ناروغۍ له وجې د لاهور له کوټ لکپت زندان نه روغتون ته لېږدول شوی او هلته یې درملنه روانه ده.
د فبرورۍ د دوهمې نېټې په ماښام د ډاکټرانو یوې ۶ کسیزه ډلې لومړی په زندان کې د نوازشریف صحي معاینه وکړه او بیا یې سپارښتنه وکړه چې هغه باید د درملنې لپاره د لاهور سرویسز روغتون ته ولېږدول شي.
دا هم وګورئ: نواز شریف څومره ناروغه دی؟تر دې وړاندې په جنورۍ میاشت کې د جناح روغتون د ډاکټرانو یو ټیم هم د نواز شریف معاینه کړې وه او ویلي یې ول چې پخوانی وزیراعظم باید د علاج لپاره له جېله بهر روغتونو ته وېوړل شي.
هغه مهال د نواز شریف لور مریم نواز اندېښنه ښکاره کړې وه چې د پلار روغتیا یې ورځ تر ورځه مخ په خرابېدو ده او حکومت یې غم نه خوري، خو د پنجاب حکومت د مریم نواز اندېښنې رد کړې وې.
د مسلم لیګ (ن) ګوند یو مشر او د اطلاعاتو او نشریاتو پخواني وزیر پروېز رشید د فبرورۍ په ۲همه مشال راډیو ته وویل، د ډاکټرانو د راپورونو له مخې ته راتلو نه پس د نواز شریف د کورنۍ د غړو او د ګوند د پلویانو اندېښنې سیوا شوي دي. د نوموړي په وینا ښه به دا وه چې حکومت د نواز شریف د علاج او صحي وضعیت نه د هغه کورنۍ پر وخت خبره ساتلې وای. هغه زیاته کړه:
«دا ټولو ته معلومه ده چې نواز شریف د زړه عملیات کړي او په هرو ۶ میاشتو کې به یې د هغو ډاکټرانو نه معاینه هم کوله، خو اوس هغه ته دا سهولتونه نه ورکول کېږي او د هغه شخصي ډاکټر هم له هرڅه بې خبره ساتل شوی دی.»
دا هم وګورئ: احتساب عدالت نواز شریف ته د اووه کاله بند سزا واورولهبلخوا د پنجاب د اطلاعاتو وزير فیاض الحسن چوهان بیا دا تورونه رد کړي او د فبرورۍ په دوهمه نېټه یې په لاهور کې خبریالانو ته وویل چې پخواني وزیراعظم ته پوره صحي سهولتونه ورکړل شوي دي. هغه وايي:
«د پنجاب حکومت د نوازشریف درې وارې طبي معاینو کولو وروسته، هغه له زندان نه روغتون ته ولېږدولو. اوس به هلته په هسپتال کې دهغه ټولې معاینې تر سره شي او له ښه کېدو وروسته به یو وارې بیا زندان ته لېږل کېږي.»
د ۲۰۱۸م کال د دسمبر په ۲۴مه د اسلام اباد احتساب عدالت، د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف ته د العزیزیه ملز په کیس کې د ۷ کلونو بند سزا اورولې وه چې وروسته یې دی د لاهور کوټ لکپت زندان ته ولېږل شو.