د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتساب عدالت نواز شریف ته د اووه کاله بند سزا واوروله


عدالت نواز شریف ته د اووه کاله بند او جرمانې سزا اورولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

د فیصلې پر مهال د نواز شریف ګڼ پلویان ورجمع شوي ول

اسلام اباد - په پاکستان کې د احتساب یوه عدالت د ډېسېمبر پر ۲۴مه پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د درغلۍ په یوه قضیه کې د اووه کاله د بند سزا واوروله او په بله هغه کې یې نوموړی خوشې کړ.

له عدالته بهر د مسلم لیګ ن ګڼ غړي او پلویان او امنیتې سرتېري ولاړ ول.

شریف چې ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې عدالت ته ورسېد نو سمدستي قاضي ارشد ملک فیصله واوروله او امر یې وکړ چې نوموړی دې د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته ولېږدول شي.

قاضي ملک، پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف ته د العزیزیه سټیلو کارخانې په قضیه کې د بند او جرمانې سزا واوروله او د فلیګشېپ پانګونې په نوم په دویمه قضیه کې یې خوشې کړ.

عدالت د ډېسېمبر پر ۱۹مه، د احتساب او نوازشریف د وکیلانو د دلیلونو تر اوریدو وروسته فیصله محفوظه کړې وه.

پر نواز شریف د درغلۍ د دې قضیو اورېدنه د ۲۰۱۷ز کال له سېپټېمبره روانه وه.

کله چې د احتساب ادارې کسانو شریف له عدالته روان کړ نو د مسلم لیګ (ن) پلویانو د حکومت او احتساب قامي ادارې (نیب) پر ضد نعرې ووهلې.

امنیتي سرتېرو د هغوی د منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

شریف په بیا بیا ویلي دي چې نه یې کله درغلي کړې او نه یې ورباندې څوک ثابتولی شي.

عدالت نواز شریف ته د اووه کاله بند او جرمانې سزا اورولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

تر دې مخکې د احتساب یوه عدالت د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر شپږمه، په لندن کې د کورونو اخیستو په یوه قضیه کې شریف ته د ۱۰ کلونو بند سزا اورولې وه.

عدالت د نوموړي لور مریم نواز او زوم محمد صفدر ته هم د بند سزا اورولې وه.

وروسته د اسلام اباد عدالت شریف په ضمانت خوشې کړ.

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو تور پورې کړی چې د احتساب په نوم له سیاستوالانو څخه غچ اخیستل کېږي.

خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۲۲مه په لاهور کې یوې غونډې ته په وینا کې دا تور رد کړ او ویې ویل چې د احتساب پر بهیر هېڅ جوړجاړی او معامله نه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت وايي، د هېواد د احتساب اداره یا نیب په خپلو چارو کې خپلواکه ده.

XS
SM
MD
LG