پراګ ـ د قطر پلازمېنه دوحه به نن ( فبرورۍ ۲۵مه ) بیا د طالبانو د استازیو او د امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو کوربه وي.
طالبانو په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار طاهرخان ته ویلي، په دغو خبرو کې د ګډون کولو په موخه ملا برادر او یو شمېر نور طالب مشران وار له مخې دوحه ته رسېدلي دي.
د دواړو خواوو ترمنځ تر دې وړاندې هم څو پړاوه خبرې شوې خو د سولې د پروسې لپاره یې کوم څرګند پرمختګ نه دی لیدل شوی.
دا هم وګورئ: د قطر ناستې ته افغان حکومت شرط کېښودد دغو خبرو په تېر پړاو کې چې په دوحه کې ترسره شوې او شپږ ورځې یې دوام وکړ، دواړو لورو اعلان وکړ چې پر مهمو موضوعاتو یوې عمومي موافقې ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش او د دې مسئلې یقیني کول چې له افغانستانه به بیا القاعده یا نورې سخت دریځې ډلې د یوې اډې په توګه کار نهاخلي هغه مسایل وو چې دواړه لوري پرې سلا شوي وو.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تېره شپه په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې دا ځل به هم له امریکایي پلاوي سره په خبرو کې پر همدې مسایلو خبرې وکړي.
د دوحه د غونډې د اجنډا په اړه ښکېلو لورو تر اوسه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو طالبانو پهدې غونډه کې د برخه اخیستونکي پلاوي په اړه څو ورځې مخکې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د ۱۴ کسیز پلاوي په ترکیب کې د دوی څلور مشران هم له پاکستانه پهدې خبرو کې ګډون کوي.
دا هم وګورئ: د مسکو غونډه به د افغان سولې له هڅو سره مرسته وکړي؟د طالبانو ځینو سرچینو ویلي وو چې امیر خان متقي، عبدالطیف منصور، عبدالمنان عمري او مطیعالحق به د قطر په خبرو کې د ګډون لپاره له پاکستانه دوحې ته ولاړ شي.
دا ځل هم معلومه نهده چې د قطر خبرې به څو ورځې دوام کوي؟ خو فرانس پرس خبري اژانس په یوه راپور کې د چارو د کارپوهانو په حواله ویلي چې ښایي دا ځل طالبان د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو پر لیرې کېدو هم ټینګار وکړي او هغه به هم په یو ډول د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره پر دوی د امریکا له لوري د فشارونو دفع کول وي.
پهدې وروستیو کې طالبانو وویل چې په اسلاماباد کې د پاکستان له وزیراعظم او امریکایي پلاوي سره د دوی د مرکچي پلاوي کتنې پهدې خاطر لغوه شوي چې د دوی د پلاوي د ډېرو غړو نومونه د ملګرو ملتونو د سفر د بندیزونو په فهرست کې وو.
طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره چې هغه یو لاسپوڅی حکومت بولي له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې او دا خبرداری یې هم ورکړی چې که له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش ونهټاکل شي، په خبرو کې د نورو پرمختګونو امکان نهشته.
د افغانستان حکومت بیا هیلهمند دی چې د قطر دا دور خبرې پهدې برخه کې چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، مثبتې نتیجې ولري.