د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي زیاته شوې ده: شاه محمود مياخېل

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل

په جلال اباد کې د مشال راډيو خبریال بازمحمد عابد د ننګرهار له والي شاه محمود میاخېل سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د دې ولایت د امنيت د ساحې د پراخېدو لپاره څه تدابير په پام کې لري؟

میاخېل: په امنيتي ادارو کې دوه درې شيان ډېر مهم دي. اول دا چې د دوی تر منځ همغږي ده. د ملي اردو، ملي امنيت، ملي پوليسو او محلي پولیسو تر منځ دا همغږي زیاته شوې. په دې هکله موږ منظم هفته وار مجلسونه لرو، کومې ستونزې چې په ننګرهار کې موجودي دي، د هغې لپاره په ګډه پلان جوړوو او بیا د هغه پلان مطابق ټولې ادارې کار کوي. خو دا چې اوړی راروان دی، موږ دوه درې امنیتي پلانونه لرو چې دا وضعیت همداسې وساتل شي او تر دې هم بهتر شي. کوم ګواښونه چې د لعلپورې له خوا دي او یا هم د سپین غر له خوا دي او که هغه د خوږياڼو له خوا دی. زموږ له امنیتي ادارو سره زموږ پلانونه همدا دي چې کومې منابعې چې موږ لرو څنګه ترې موثرې استفادې وکړو. تاسو ولیدل چې لاسته راوړنې هم لرو. په تېرو دوه درې هفتو کې تقریباً لس زره کيلو ګرامه انفجاريه مواد ونيول شول، څلور پینځه سوه میله ډول ډول وسلې ونیول شوې، انتخاریان ونيول شول. نو دا هغه لاسته راوړنې دي چې ویلی شو چې زموږ امنیتي ارګانونه فعال دی.

مشال راډيو: په ولسواليو کې د عملیاتو پر مهال ولسونه له امنيتي ځواکونو سره همکار پاتې کېږي، خو کله چې عملیات پای ته ورسېږي، بیا ولسونه د دولت د وسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخ کېږي. شکایتونه دا دي چې پاڅونوال نه تجهیز او نه اکمالېږي، په دې اړه ستاسو ځواب څه دی؟

میاخېل: دلته دوه مسایل دي. هره منطقه له يوه خاص ځایه د تهدید لاندې وي. نو زموږ امنیتي قوتونه هغه ځای کې باید ځای په ځای شي چې تهدیدونه له منځه يوسې. او پاڅونوال خو د همدې لپاره دي چې خپل کلی او کور امنیت وساتي. که لعلپوره امن شي، نو فشار په مومند دره او جلال اباد باندې کمېږي. هغه بله ورځ موږ د ګردي کڅ په ساحه کې پوستې واچولې، نو د هغې تاثیر په جلال اباد او بټي کوټ سيمو باندې دی. دا شرط نه دی چې په هر ځای کې دې اردو او پوليس واچول شي. ځکه چې هره پوسته استحکامات غواړي. اوس بل پلان دا دی چې دغه پاڅون کوونکي موږ په محلي اردو باندې بدلوو، دا باید بېرته د قانون خواته ولاړ شي. نو په دې ترتیب باندې ټریننګ روان دی چې محلي پولیس او پاڅون کوونکي به په کې ځای په ځای کېږي.

مشال راډيو: په تېرو کلونو کې چې د ننګرهار په یو شمېر ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفبنو راج و، هلته پرمختیايي کارونه نه دي شوي. اوس چې په هغو ولسواليو کې نسبي امن راغلی دی، هلته د پراختیايي کارونو پلان لرئ؟

میاخېل: هو، موږ تېره اوونۍ د جلالتماب ولسمشر په هدایت د شینوارو په شپږو ولسواليو کې ارزونه شوې او بعضې کارونه هلته پیل شوي هم دي. او بله ارزونه د ګوشتې، لعلپورې، بله ارزونه د خوږیاڼو، اګام او شېرزادو هم شوې ده. څومره چې امنیت ښه کېږي، بیا رغونې او انکشافي کارونو ته زمینه مساعدېږي. حکومتولي، امنیت او اقتصاد یو له بل سره تړلي دي. که امنیت ښه شو، حکومتولي ښه کېږي او حکومتولي چې ښه شي، اقتصاد ورسره خپله ښه کېږي.