د باجوړ انتظامي چارواکي وایي په هغه ضلعه کې له تېرو لسو کلونو راهیسې جبري ولسي پېرې او بېګارونه نور پای ته رسولي دي.
د باجوړ د واړه ماموند، لوی ماموند، چارمنګ او یوشمېر نورو ځایونو کې له اګست ۲۰۰۸ز کال راهسې په ولسي خلکو د سرکاري ودانیو، چاوڼیو، سړکونو، سکولونو او د کلیو پېرې (څوکیدارۍ) کېدلې. او کله کله به له ځایي خلکو جبري مشقت اخیستل کېدلو چې په سیمه ایزه اصطلاح کې ورته بیګار ویل کېږي، خو روانه میاشت ضلعي انتظامیې په سیمه کې د امن تر ښه کیدو وروسته د پېرو او بېګار د ختمولو اعلان وکړ.
د باجوړ ډپټي کمیشنر د مارچ په اوومه مشال ریډیو ته وویل پیرې د لنډ وخت لپاره خلکو په رضاکارانه توګه کولې: "ترهګري وه او حالات ډېر ګډو وډ ول، نو لکه څنګه چې هره ذمه داره ټولنه کوي نو داسې د (باجوړ) خلکو هم وکړل، پوځي اپریشنونو په وخت سپاهیان (عسکر) له نورو ځایونو راغلي ول نو خلکو ورسره مرسته کوله او حکومت به په ملکانانو او ټولو خلکو دغه کار کولو او خلکو هم په دې لړ کې د حکومت یو ډول مرسته کوله. کور کمانډر امر کړی دی چې اوس به په هیچا هم په زور پېرې نه کیږي."
دا هم وګورئ: د قبایلو پر معدنیاتو لومړی حق د سیمې د ولس دی: مشرانځایي خلکو د حکومت د دغه اعلان هرکلی کړی دی. د ماموندو یو تن د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل له بګار او پېرو ډېری خلک په تکلیف کې ول. هغه وایي د پېرې لپاره به هر کور یو ځلمی په کور کې پاتې کاوه، او که څوک به د ګټې وټې لپاره له باجوړه بهر لاړل نو بیا به یې د پېرې لپاره هره میاشت پیسې استولې.
"خلک ډېر زیات خوشاله دي. دا یو لوی مصیبت و. ذمه واري هم وه. یو ډول مرګ ته ناسته وه. له ماښامه تر سهاره به ناست و. د کلي، سرک او سرکاري اسانیتاو ته به مو پېره کوله. بېګار(جبري مشقت) کې به رانه هم ډېر کارونه اخیستل کېدل."
د واړه ماموند خلک وایي پېرې په مکمله توګه نه دي ختمې شوې او د دوی په سیمو کې اوس هم په خلکو یا خو پېرې کېږي او یا هم ورڅخه د هغې لپاره هره میاشت پیسې اخیستل کېږي.
د ماموندو یو تن د نوم او غږ نه خپرولو په شرط د مارچ پر اتمه مشال ریډیو ته وویل بدان کوټ سرکاري ودانۍ (پوځي چاوڼۍ) ته د پېرې په مد کې د تڼي، اومري، ازرناو، بدانو، ډبر او نورو خواوشا خلکو څخه لا هم هره میاشت له هر کوره ۴۵۰ روپۍ اخیستل کېږي چې زیاتره خلک یې وس نه لري.
خو د باجوړ ډپټي کمیشنر عثمان وایي په ټول باجوړ کې یې پېرې ختمې کړي دي.
د ماموندو خلک ادعا کوي چې په بېګار کې به ورباندې، غاښی کنډو، کږه پاس او ان تر بینشۍ او لېټۍ کنډو پورې سامانونه د غره په سرونو کې جوړو چوکیو (چیک پوسټونو) ته په شا خېژول کېدل. همداراز په ځینو ځایونو کې به ورباندې سرکونه هم په بېلچو او د لاسونو په خوارۍ جوړول کېدل او جبري مشقت به ترې اخېستل کېدلو.
باجوړ څه کم یولس لاکه ابادي لري. په هغه ضلعه کې اووه تحصیلونه دي چې د ماموندو، ناوګۍ او چارمنګ تحصیلونه یې د ترهګرۍ ضد جګړې په مهال له بدامنۍ او پوځي اپریشنونو په دوران کې سخت اغېرمن شوي دي. له هغو تحصیلونو ډېری خلک کډوال شوي هم ول.