په ننګرهار کې د مېرمنو ورځ ولمانځل شوه

په غونډه کې لسګونو مېرمنو برخه واخېسته.

جلال اباد ـ د ننګرهار چارواکي وايي چې اوس هم د کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو له امله د دې ولایت په لرې پرتو سيمو کې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، تعلیم او روغتیا ته لاسرسی نه لري او له خپلو بینادي حقونو څخه محرومې پاتې دي.

که څه هم د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیواله ورځ ده خو په ننګرهار کې دا ورځ د مارچ په لسمه نېټه ولمانځل شوه. په دې لمانځغونډه کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل چې اوس هم په ننګرهار کې د کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو له امله ښځې له ډول ډول تاوتريخوالي سره مخ دي. دی وايي ښځې هغه وخت خپل حقونه تر لاسه کولای شي چې نارینه د هغوی حقوق وپېژني:

د غونډې یوه څنډه

" بعضې خلک داسې فکر کوي چې اسلام ښځو ته حقونه نه دي ورکړي، خو داسې نه ده. اصل کې زموږ کلتوري ستونزې د ښځو د پرمختګ، د ښځو د تعلیم او د ښځو د بهبود مانع ګرځېدلې. نو موږ ټولو نارینه وو ته د ښځو پر وړاندې د فکري تغیر ضرورت دی. موږ باید دا ومنو چې ښځې له موږ سره مساوي حقوق لري."

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشرې فتانې عزیز وویل، دوی هڅه کوي چې په لرو پرتو سیمو کې مېرمنو ته ورته غونډې جوړې کړي او په خپلو حقونو يې وپوهوي.

"زموږ همغږي دوام لري، یوازې په ښارونو کې نه بلکې په ولسواليو کې به هم د ښځو لپاره داسې غونډې جوړې کړو چې دوی له خپلو حقونو خبرې شي."

دا هم وګورئ: نور جنګ بس کړئ: افغان مېرمنې

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حمېرا رفیع وویل، په ټولنه کې منفي کلتور د ښځو د پرمختګ مخه ډب کړي ده:

"موږ ته اسلامي حقوق کافي او شافي دي، اما بد بختانه زموږ منفي کلتور د ښځو د پېشرفت مانع ګرځېدلی دی. باید چې موږ دې منفي کلتور ته د پای ټکی کېږدو."

د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون مشرې صبرينې حمیدي وویل، په ښځې کور، ټولنه، هېواد او نړۍ ودانه ده. په کار ده چې له خپلو حقونو برخمنې شي:

"شرقي سیمه د ادب د ځانګو تر څنګ د لوړو اخلاقي معیارونو سيمه هم وه. د انسانیت مقام ته به په کې درناوی و، د مېرمنو مقام ته به په کې درناوی و، د ماشوم مقام ته به په کې درناوی و. هر کله چې موږ سره دا فکر پیدا شو چې څنګه پرې کور ودان دی، داسې پرې ټولنه ودانه ده، داسې پرې هېواد ودان دی او نړۍ پرې تر ننه پورې ودانه ده او راتلونکي کې به هم پرې ودانه وي."

صبرینه حمیدي زیاتوي چې په جلال اباد ښار کې هم په کم شمېر کې مېرمنې خپلو بنیادي حقونو ته لاسرسي لري، خو په لرې پرتو ولسواليو کې لا هم مېرمنې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، تعليم او روغتيا ته لاسرسي نه نه لري، په بدو او بدل کې ورکول کېږي او د میراث له حقه محرومېږي.