د شمالي وزیرستان په شوا کې په اتوار/یکشنبې د وزیرو لویې جرګې د کورم تنګي بند جوړولو پرضد یوه لويه احتجاجي جلسه وکړه او پر دولت یې ږغ وکړ چې د بند/ډېم له جوړولو دې لاس واخلي ځکه چې دغه پروژه د پرمختګ پرځای د یوه لوی تاوان سبب ګرځېدلای شي.
په دغه جلسه کې له وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر او د نیمی قبایلي ضلعو د قامي اسمبلۍ غړی مفتي عبدالشکور، او د صوبايي اسمبلۍ غړی شاه محمد وزیر هم ګډون کړی وو.
له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر دغه ولسي احتجاجي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې دولت دې ورسره درواغ نه کويو یو-خوا وايي چې د ولس د خوښې پرته به بند نه جوړوي خو بل-خوا یې تیاری نیولی دی. نوموړي په خپله وینا کې حکومت ته دړکه ورکړه چې دوی ته دې وخت وښيي، په څومره موده کې دننه د ډېم جوړولو سامان له دې ځایه پورته کوي که نه وي دوی به د ولس په زور د ډېم جوړولو کېمپ له منځه یوسي.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان هم په شمالي وزیرستان کې د خپلې دورې پرمهال ویلي ول که ولس د کورم تنګي ډېم نه غواړي نو دوی یې نه جوړوي.
دا هم وګورئ: نواز شریف: د کرم تنګي ډېم د زراعتي ګټې تر څنګ بجلي هم پیدا کوي دا هم وګورئ: "کرم تنګي ډېم به مو پنځه لکه وګړي بې کوره کړي"ځايي ولس اندېښنه لري چې د کورم تنګي بند له جوړېدو څخه به نه یوازې د شوا تحصیل ټولې خړوبې مځکې تر اوبو لاندې راشي بلکې له دې څخه به د دغه سیمې پېژندګلو هم په اوبو کې ډوبه شي.
د کورمې تنګي ډېم د لومړي پړاو برخه په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې وه چې په سپین وام کې په بشپړېدو ده خو دوهم پړاو یې په شوا تحصیل کې راځي چې لاهم یې د جوړولو چارې د ځايي ولس له ناندریو سره مخامخ دي.
د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۷ز کال د مارچ پر دوهمه نېټه د کرم تنګي ډېم جوړولو پرانسته کړې وه. پر دغه ډېم۱۲،۶ اربه روپۍ لګښت کېږي چې د امريکا نړيوالې مرستندويې ټولنې (يو اېس اېډ) هم وسره مالي مرسته کوي.
د ۲۰۱۷زکال په همدې مارچ میاشت کې د شمالي وزیرستان کابلخېلو په اسلام اباد کې د کورم تنګي ډېم د جوړولو پرضد یوه مظاهره کړې وه. دوی ویلي ول چې د پاکستان وفاقي حکومت لخوا د کورم تنګي ډېم جوړول دوی ته ځکه د منلو وړ نه دی چې له کبله يې د دوی پنځه لکه ولس تباه کېږي او د ګټې پرځای تاوان ورتهرسيږي. د دوی وینا وه چې له دې ډېم سره به یې د څلور پنځه لاکه وګړیو کورونه تر اوبو لاندې راشي.
یادګېرنه: نیمی قبایلي ضلعو کې اېف ار بنو، اېف ار کوهاټ، اېف ار لکي، اېف ار پېښور، اېف ار ټانک، اېف ار ډېره اسماعیل خان راځي.