له طالبانو سره پر دوو مسودو هوکړه شوې: خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد

پراګ- امریکا او طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پرضد د افغانستان د خاورې د نه‌ کارولو په اړه په مسوده کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د امریکا او طالب استازیو ترمنځ ۱۶ ورځنۍ خبرې اترې د مارچ پر ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له یو لړ پرمختګونو سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي چې د سولې لپاره شرایط بهتر شوي او روښانه ده چې ټول لوري د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د خلیلزاد په وینا، د خبرو اترو په دې پړاو کې د سولې لپاره واقعي ګامونه پورته شوي دي.

د امریکا دغه استازي د دوحې د خبرو د پای ته رسېدو په اړه پر خپل ټویټر همدارنګه ویلي: "سوله په څلورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین‌ الافغاني خبرې او پراخ او هراړخیز اوربند."

د خلیلزاد په وینا، د هوکړې په مسوده کې په لومړنیو دوو مواردو یعنې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې پر ډاډ او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه هوکړه ته رسېدلي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو بل پیغام کې لیکلي، کله چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او همدارنګه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د ډاډ په اړه توافق نهايي شي، طالبان او د افغان حکومت په شمول ټول افغانان به یوه سیاسي جوړ جاړي او پراخ اوربند ته د رسېدو په موخه بین‌ الافغاني خبرې پیل کړي.

زلمي خلیلزاد د خپل ټویټر په وروستي پیغام کې ویلي، د ده لپاره به بله مرحله په واشنګټن کې له ټولو شریکانو سره سلا مشوره کول وي.

د زلمي خلیلزاد په وینا، نوموړی به بیا له طالبانو سره ګوري او یوه توافق ته تر رسېدو پورې هېڅ مورد نهايي شوی نه‌ دی.

طالبانو هم د قطر د خبرو د پای ته رسېدو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د دې ډلې د ویاند ذبیح‌الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مذاکراتو په دې بهیر کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو په ضرر د افغان خاورې د نه‌ کارولو پر موضوع تفصیلي بحثونه وشول.

افغان چارواکي په قطر کې د امریکايي او طالب استازیو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو د پای ته رسېدو سمدستي وروسته چمتو نه‌ وو چې د دې خبرو د نتایجو په اړه د افغان حکومت غبرګون په ډاګه کړي.

یادګېرنه: دا د ازادي راډيو راپور دی