په ننګرهار کې د ۱۳۹۸ لمریز په لومړۍ ورخ د بزګر جشن په ډولونو او اتڼونو سره ولمانځل شو.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تېر کال يې چې بزګرانو ته کومې اسانتیاوې برابرې کړې وې، ښه نتیجه يې ورکړې ده.
د ډول او سورني دا اتڼیزه نغمه په جلال اباد ښار کې له شيرزي لوبغالي څخه اورېدل کېږي، چېرته چې د ننګرهار د زراعت او کانال ریاستونو پر منسوبینو سربېره د ولایتي ادارې یو شمېر چارواکي او د ننګرهار د بېلابېلو دهقاني کوپراتيفونو استازي ورټول شوي ول.
د ننګرهارد کرني، اوبو لګولواو مالدارۍ رییس ذبیح الله حسنزي د بزګر د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کي وویل، تېرکال د کرنې ریاستد زراعت او مالدارۍ په برخه کي د بوديجې د پینځه نوي سلنې په لګولو سره ګڼي پروژي پلي کړي او ځيني يي اوس هم تر کار لاندي دي. نوموړی وړاندې وايي:
(( د ننګرهار د کرنې ریاست له خوا په تر سره شويو خدماتو کې د سربندونو، کانالونو، ویالو او استنادي دېوالونو دوه دېرش پروژې تطبیق شوي دي چې د دې پروژو له برکته په سلګونو جریبه ځمکه خړوبه شوې، په زرګونو بزګرانو ته د سبزیجاتو، غله جاتو، اصلاحي تخمونو د وېش پروسه په ښه ډول تر سره شوې ده. پینځه سوه وړې او لويې شنبې خونې جوړې شوي دي. د باغدارۍ په برخه کې په زرګونو هکتاره ځمکه باندې متراکم او غیر متراکم باغونه جوړ شوي دي.))
د ننګرهاروالي شاه محمود میاخېل د کرني او مالدارۍ ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چي د زیتونو، سیتروسو او خرماو لپاره دي د ننګرهار له مناسبي اب او هوا نه په ګټي اخیستني دي برخي ته پام ډېرکړي او ننګرهار دې په کرنېزه برخه د هېواد په کچه په نمونه يي ولایت بدل کړي.
(( د ننګرهار د سيمې آب و هوا د زراعت لپاره مساعده سيمه ده. زما له بزګرانو او کرنيزو ادارو څخه هیله دا ده چې د ننګرهار ولایت په مشخصو تولیداتو کې لکه زیتون، سیتروس، خرما، ګلاب، زعفران، مالدارۍ او باغدارۍ په ډګرونو کې ننګرهار د هېواد په کچه يو نمونيي ولایت کړئ.))
دا چې په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ د ودې پر وړاندې کومې ننګونې پرتې دي، د ننګرهار د کانال رییس پروېز الیشنګی دا پوښتنه دا رنګه ځوابوي.
(( د دوامداره برنامو نیشتوالی، زراعتي قرضو ته نه لاسرسی، د کوپراتیفونو د فعالیتونو کمی، او د عصري میکانيزه ماشین الاتو نه شتون هغه ننګونې دي چې د ننګرهار کرنیزې ادارې او بزګران ورسره مخ دي.))
د ننګرهار د زراعت زیاست چارواکي وايي چې که د دغه ولایت بزګران په کرنيزه برخه کې د هغو لارو چارو څخه چې تېر کال ورته د دهقاني کوپراتیفونو له لارې ښودل شوي، ګټه واخلي، نو د دې ولایت کرنیز حاصلات به نه یوازې دا چې د ننګرهار د خلکو، بلکې د یو شمېر نورو ولایتونو د خلکو اړتیاوې هم پوره کړی شي.