پېښور ـ د خیبر پښتونخوا د ټي بي یا د نري رنځ د کنټرول د ادارې مشر ډاکټر مقصود علي خان د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې هرکال په پاکستان کې نیم ملیون نه زیات خلک په دغې ناروغۍ اخته کېږي.
نوموړی وايي، د ملک د نورو برخو په شان دا ناروغي په خیبر پښتونخوا صوبه او د دې صوبې په قبایلي ضلعو کې هم هر کال د سلو زرو نه زیات خلک متاثره کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په هرو سلو زرو ناروغانو کې درویشت یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دا هم وګورئ: په خوست کې د نري رنځ ۷۳۵ مثبتې پيښې موجودې ديد ډاکټر مقصود علي خان په وینا، د خیبر پښتونخوا خلک د ټي بي د رنځ د علاج لپاره ځانګړو مرکزونو ته د ویړیا درملنې لپاره ورتلی شي.
د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون ډاکټر اشفاق د ټي بي ناروغۍ د نښو په اړه مشال راډیو ته وویل:
"د بدن ټولو برخو ته ټي بي لګي. زموږ په سیمه کې دا ناروغي د سا اخیستو له لارې د یو کس نه بل ته لګېږي. چا ته چې دا ناروغي ولګي، بدن یې کمزوری شي، خوراک ته یې زړه نه کېږي، خولې پرې راماتې وي، تبه یې وي او وزن یې هم ورسره کمېږي، همدا رنګه ټوخی یې دوامداره وي او نه کمېږي."
ډاکټر اشفاق خټک وايي ماشومانو له په وړوکوالي کې د ټي بي د رنځ ټیکې وهل پکار دي چې بیا وروسته دوی له دې رنځه په امان پاتې شي.
د مارچ ۲۴مه په نړیواله توګه د نري رنځ د مخنیوي د ورځې په توګه لمانځل کېږي.