کورمه: پر مظاهره چیانو د امنیتي سرتېرو د ډزو پرضد احتجاج دوام لري

د احتجاح عکس

د کورمې په ساتین کې د ماسوزو خلکو د خپلو غوښتنو او د امنیتي سرتیرو لخوا پر مظاهره کوونکو د ډزو په غبرګون کې احتجاج ته دوام ور کړی دی.

دا احتجاج کوونکي د ۲۹م مارچ له مازیګره د ساتین د لوبوپه میدان کې ناست دي هم یې په عین وخت کې د صدې او ډګر ترمنځ مرکزي لاره تړلې ده.

په احتجاج کې شامل ځايي مشر ملک حاجي فضل مشال راډیو ته وویل چې دوي به د خپلو ټولو غوښتنو تر منل کېدو احتجاج ته دوام ورکوي.

نوموړي د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړه وویل ، “له کسټم بغیر موټرو نیول دې بند شي ، پر لرګیو او له خوړونو د کاڼو او باجري پر راوړلو دې بندیز لرې شوي او پر مظاهره چیانو ډزو کوونکو امنیتي او انتظامي مشرانو ته دې سزاورکړل شي. “

دا له هغه وروسته ده چې د مارچ پر ۲۹مه مازیګر مهال د منځنۍ کرمې په ساتین کې امنیتي سرتېرو پر مظاهره کوونکو ډزې کړې وې چې پکې د ځايي مشرانو په وینا شپږ تنه ټپي شوي وو.

خو د کرمې انتظامیه وايي، دوي یوازې هوايي ډزې کړې وې.

تر هغه وروسته مظاهره کوونکو پر حکومتي غړو او امنیتی سرتیرو د کاڼو ګوزارونه وکړل چې پکې د مرستیال کمیشنر ډاکټر عظمت الله وزیر په ګډون درې اهلکاران ټپي شوي دي.

بل پلو د دې پیښې پرضد د علي شیرزو او پاړه څمکني قبیلو مشرانو او خلکو هم په دهرنه کې د شاملېدو پرېکړه کړېده.

د ګوندالو عبدالولي خان وايي، په ملک کې احتجاج د هر وګړي حق دی خو دا ډیره د شرم خبره ده چې په کورمه کې حکومت څوک دې ته نه پریږدي.

د بدامي ګلاب خان وايي، حکومت دې دغه لار زر خلاصه کړي ځکه چې دوي په سختو مشکلاتو کې دي.

بلخوا د کورمې انتظاميه وايي، د مشرانو او عالمانو یو پلاوی یې هلته ورلیږلی خو له احتجاج کوونکو سره یې مذاکرات ناکامه شوي دي.

یو انتظامي مشر د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل دوي هڅه کوي چې هلته له احتجاج کوونکو سره خبرې وکړي او د سیمې لار بیرته د تګ راتګ لپاره خلاصه کړي.