د پي ټي ایم له مشرانو سره به ژر ووینو: اورکزی

د پښتون ژغورنی غورځنګ مشر منظور پښتین

پراګ ـ خېبر پښتونخوا حکومت له پښتون ژغورنی غورځنګ سره د خبرو لپاره څلور کسیزې کمېټۍ ته واک ورکړی دی چې د مذاکراتو په پيلولو کې پېښ خنډونه لېرې کړي او د غورځنګ له مشرانو سره زر تر زره مخامخ خبرې پېل کړي.

د کمیټۍ غړي او له کورمې د پاکستان د قامي اسمبلۍ استازي منیر خان اورکزي د اپرېل په ۱۸مه مشال ریډیو ته وویل وزیراعلی محمود خان په پنجشنبه د هغه په ګډون د کمیټۍ غړي ورغوښتي ول، او له پي ټي ایم سره د مذاکراتو پيلولو پر موضوع یې ورسره غونډه وکړه. اورکزي وویل د غورځنګ د خبرو مخته وړلو لپاره وزیر اعلا د هغه په ګډون څلورکسیزه کمیټۍ وټاکله.

"وزیر اعلا له موږ سره غونډه وکړه او له پي ټي ایم سره د خبرو په لړ کې د پېښو خنډونو په اړه یې خبرې راسره وکړې. ما ورته وویل چې له هغوی سره موږ په تماس کې یو او د لیدو ژمنه یې راسره کړې ده. موږ به نن یا سبا له پي ټي ایم سره وګورو"

موږ مشورې کوو چې د کمیټۍ واک به څومره وي ځکه چې دا کمیټي خېبر پښتونخوا حکومت جوړه کړې ده او د پښتنو ستونزې یوازې په خېبر پښتونخوا کې نه بلکې په سیند،بلوچستان او پنجاب کې هم دی
محسن داوړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د خبرو لپاره خېبر پښتونخوا حکومت د وزیر اعلا په مشرۍ د مارچ په میاشت کې یوه جرګه جوړه کړې ده چې پکې له قبایلي ضلعو د پارلېمان غړي شامل دي. ټاکل شوې وه چې کمیټي به د مارچ په ۲۶ مه د پي ټي ایم له مشرانو سره خبرو ته کښېني خو بیا دا مذاکرات ونه شول.

منیر اورکزی وایي د کمېټۍ تر جوړېدو وروسته د غورځنګ له مشرتابه سره په اړیکه کې دی خو د غوځنګ د پېښور او میرامشاه په جلسو کې د مصروفیاتو له وجې خبرې وځنډیدې.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی او د پي ټي ایم مخکښ محسن داوړ وایي، له حکومتي کمېټۍ سره یې یوه غېر رسمي ناسته شوې ده او بیا هم خبرو ته تیار دي خو زیاتوي، پي ټي ایم د خېبر پښتونخوا ترڅنګ د کراچۍ او بلوچستان پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د حل غوښتنه هم کوي او هغه سیمې د خېبر پښتونخوا حکومت د جوړې کمیټۍ له واکه بهر دي. داوړ بېګا مشال ریډیو ته وویل د دې هر څه باوجود غورځنګ په نزدې راتلونکې کې له کمیټۍ سره رسمي خبرو ته کښېني.

"موږ مشورې کوو چې د کمېټۍ واک به څومره وي ځکه چې دا کمېټي د خېبر پښتونخوا حکومت جوړه کړې ده او د پښتنو ستونزې یوازې په خېبر پښتونخوا کې نه بلکې په سیند،بلوچستان او پنجاب کې هم دي."

حکومت د غورځنګ د سلګونو غړیو پرضد په بلوچستان، سیند او خېبر پښتونخوا کې مقدمې جوړې کړي دي. د غورځنګ یو مخکښ عالمزیب مسود د کراچۍ په زندان کې دی او پر ځینو مخکښانو یې له هیواده په بهر تلو بندیزونه لګول شوي دي.

د حکومتي کمیټۍ غړی منیر اورکزی هم دا مني چې د غورځنګ غوښتنې د خېبر پښتونخوا سربیره د کراچۍ او بلوچستان ترڅنګ د مرکزي حکومت سره اړوند دي خو وایي، غورځنګ له قبایلي ضلعو پیل شوې نو ځکه ستونزو ته د حل کتل هم له قبایلي ضلعو پيلوي.

"د پي ټي ایم تحریک له قبایلي ضلعو پېل شو، مشران هم د قبایلو دي، چې د قبایلو مسله هواره کړو، نو د کراچۍ او کوټې هغه بیا اسانې دي، هغه به هم حلوو."

تر دې وړاندې هم د پي ټي ایم د مشرانو او یوې حکومتي جرګې ترمینځ خبرې شوې وې خو نتیجه یې نه وه ورکړې.

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتې لري چې د پاکستان حکومت دې ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي، له عدالته لیرې وژنې دې ودروي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړي، په قبایلو کې دې پر امنیتي پوستو خلک نه ځوروي، په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي او د بدامنۍ او پوځي کاروایانو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو مالومولو لپاره یو کمیشن جوړ کړل شي.

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو دفتر مشر مېجر جنرال اصف غفور د بېلا بېلو بیانونو او خبري غونډو پر مهال تکرار کړی دی چې د غورځنګ زیاتره غوښتنې یې منلې دي.

د پي ټي اېم غوښتنو ملاتړ کوو: سېنېټ کمېټۍ

د اپرېل پر ۱۳مه د شمالي وزیرستان په میرامشاه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې سترې احتجاجي غونډې چې پکې په زرګونه کسانو ګډون کړی وو درې ورځ پس د اپرېل پر ۱۶مه نېټه د پاکستان په سېنټ کې د ولسي شکایتونو اورېدو او د هغوی هواري لپاره جوړه شوې ځانګړې کمېټۍ د منظور پښتین په مشرۍ د پي ټي اېم له مشرانو سره ولیدل. د یادې کمېټۍ یوه غړي سېنېټر مشاهد حسېن سید مشال راډيو ته وویل ښاغلي پښتین ډېر په تفصیل او ښه انداز خپلې اندېښنې او غوښتنې وړاندې کړې او د کمېټۍ غړو یې ملاتړ وکړ.

ده وویل، له منظور پښتین سره یې ژمنه کړې چې دا مسله به اوس دوی پرمخ پسې وړي او حل لاره به ورته لټوي.