شاه فیصل اپريدی: د حیات اباد پېښې عدالتي پلټنې دې وشي

شاه فیصل اپرېدی د خبري غونډې پرمهال

د خېبر قبایلي ضلعې د جمات اسلامي امیر شاه فیصل اپريدي د اپرېل پر ۲۰مه په پېښور کې له خبرې غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل د اپرېل پر ۱۶مه چې د حيات اباد په اووم فېز کې پوليس او پوځ کوم کسان وژلي وو، ترهګر نه بلکې بېګناه وګړي وو.

شاه فیصل اپريدي وويل په قبايلي سيمو کې هم دوي خوندې نه دي او په بندوبستي سيمو کې هم وژل کېږي.

ده وویل ، “دا بې عدالته وژنه ده ، دا ټول خلک موږ پېژنو ، کورونو ته یې ورغلي یو ، دوي زموږ د سیمې دي ، دوه پکې طارق او سعید دي چې وروڼه دي خو سعید اوس لا درکه دی او مرګ ژوند یې نه دی مالوم.”

شاه فیصل اپريدي د دې کسانو د کورنۍ په اړه وویل ، “د طارق یو تره زوي فوډ انسپکټر دی ، بل تره زوي یې د پولیټیکل دفتر کې محرر دی ،د دوي یو تره شالا خان مشهور سړی دی او سیکټرټري ریټایرډ شوی دی.”

د شاه فیصل اپريدي د دې کسانو له نه ترهګرو سره څه تعلق وو او نه خپله ترهګرو وو او نه یې له ترهګرو سره څه تعلق وو.

پر ټولنیزو رسنیو داسې پوښتنې هم راپورته کېږي چې په کوم کور کې دا پېښه رامنځ ته شوې وه هغه کور دوي د څه لپاره نیولی وو؟

شاه فیصل اپريدی په دې اړه وايي ، “ اپریدي حجرې غټې ساتي نو حیات اباد کې هم موږ داسې کوو چې یو کور کې مو کورنۍ وي او بل د حجرې په توګه استعمالوو نو ګیر چاپیره یې کورنه وو او دا کور یې حجره وه.”

شاه فیصل اپريدي چې کله خبري غونډه کوله نو د وژل شوو کسانو د کورنيو غړي هلته موجود نه وو. نوموړي په دې اړه وویل چې هغوي يو خوا د غم په حالت کې دي او بلخوا ډېر وېرېدلي هم دي خو د انصاف لپاره به خپل غږ ضرور پورته کوي.

شاه فيصل اپريدي وويل ، دوي غوښتنه کوي چې د های کورټ د مشر جج په مشرۍ کې دې عدالتي کمیشن جوړ کړل شي او د پېښې ازادې پلټنې دې وشي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل ، “دا د پوليس معامله ده بايد له هغوي تپوس وشي.”

پولیسو دې خبري غونډې ته د غبرګون په توګه له څه ویلو ډډه وکړه او ویې ویل چې دوي په دې اړه خپل موقف له وړاندې لا بیان کړی دی.

د پېښور پوليسو يو چارواکي سي سي پي او قاضي جميل الرحمان د اپرېل پر ۱۶مه رسنيو ته ويلي و چې د پوځ په ملتيا يې د ۱۵م اپرېل پر ماښام مهال په حيات اباد کې په يو کور کې د پټو شوو وسله والو پرضد عمليات وکړل چې د شاوخوا ۱۵ ساعتونو تر عملياتو وروسته يې پنځه وسله وال ووژل.

ده ویلي وو چې په هغه پېښه کې یو پولیس هم وژل شوی وو.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې زمه واري منلې وه.