د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خلیلزاد سفر د اپرېل پر ۲۱مه پیل شوی او د مې میاشتې تر ۱۱مې به دا دوره بشپړه کړي.
یاد وزارت ویلي چېزلمی خلیلزاد به په کابل کې د افغانستان د حکومت له غړو او نورو افغانانو سره بیا هم د سولې په اړه مشورې وکړي.
بیان زیاتوي چې زلمی خلیلزاد به افغانان دې ته وهڅوي چې په هیواد کې د سولې راوستو لپاره په خپل منځ کړې خبرې اترې وکړي.
زلمي خلیلزاد هم د اپرېل پر ۲۲مه پر ټویټر ولیکل چې په دې سفر کې به یې پام دې ته وي چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره نړیوال ملاتړزیات کړي او ټول افغانان به خبرو او مذاکرو ته وهڅوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۲مه ویلي، خلیلزاد به په لندن، مسکو، اسلام اباد او نوې ډېلي کې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د نړیوال ملاتړ پر جوړولو کار وکړي.
ټاکل شوې وه چې له کابل څخه یو پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اپرېل پر ۲۰مه او ۲۱مه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي خو هغه کنفرانس وځنډېدی.
د هغه کنفرانس تابیا د دوحې د شخړو او بشري مرستو مرکز کړې وه. یادې ادارې ویلي وو چې د غونډې د ګډونوالو پر سر لا د همږغۍ نه رامنځ ته کېدو له امله یې هغه غونډه لغوه کړې وه.
د ارګ ماڼۍ د اپرېل پر ۱۸مه په دې اړه په یو خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دوحې د ناستې د لغوه کېدو علت دوحې ته د تلونکي افغان پلاوي په منلو کې د قطر پاتې راتلل وو.
د افغانستان حکومتد افغان سیاستوالو، حکومتي چارواکو، مدني فعالانو، افغان ښځو او خبریالانو په ګډون ۲۵۰ کسیزه پلاوی اعلان کړی وو.
طالبانو د دې لسټ پر اوږدوالي نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې د کنفرانس جوړونکو ورته ویلي چې دوي دومرې ګنجایش نه لري.
سیمې ته د زلمي خلیلزاد د روان سفر تر پیل یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې هم کړې وې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې مایک پامپیو ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن به په افغانستان کې د دوامدارې سولې د هر اړخيزې هوکړې ملاتړ ته دوام ورکړي.