سردار عارف وزیر او ملګري یې خوشي شول

سردار عارف وزیر

پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ د واڼه یو مخکښ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی سردار عارف وزیر سره له دوو نورو ملګرو د ډېره اسماعیل خان له زندانه خوشي شوي دي.

سردار عارف وزیر د اپرېل پر ۲۴مه تر خوشي کېدو وروسته مشال راډیو ته وویل ، موږ یې پر سوله ییز احتجاج نیولي وو او هغه احتجاج به موږ بیا هم کوو.

سردار عارف وزیر وویل ، دوي د خوشي کېدو په بدل کې هیڅ شرط نه دی منلی.

د حکومت له اړخه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې هغوي یې څه ډول خوشي کړي دي.

د مشال راډیو بوریوال کاکړ له ده سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلې چې دوي پر څه نیول شوي وو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سردار عارف وزیر خبرې دلته واورئ