ميهن خپرندویه ټولنې د خيبر پښتونخوا له دير سره تعلق لرونکی شاعر بخت زاده دانش د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځه او د هغه د نوي چاپ شوي کتاب « زه به نه لیونی کېږم» مخکتنه يې وکړه.
د بخت زاده دانش دا لمانځغونډه او د هغه د نوي چاپ شوې شعري ټولګې مخکتنه د اپرېل په شپږ ویشتمه نېټه د جلال اباد ښار د يوه مقامي هوټل په انګړ کې جوړه شوې وه چې د ښاغلي دانش په سلګونو مينه والو په کې ګډون کړی و.
د مهين خپرندویه ټولنې یو تن مسوول عبدالرشيد همت وايي، د بخت زاده دانش د کتاب مخکتنه يې ځکه په جلال اباد کې وکړه چې هغه د خپلو مینه والو پر وړاندې راولي.
دی وايی ، " موږ دا وړ وګڼله چې د بخت زاده دانش صاحب کتاب « زه به نه لېونی کېږم» راغونډ کړو، چاپ يې کړو د کوزې او برې پښتونخوا مینه والو ته يې ورسوو.
دا مو مناسبه وګڼله چې د کتاب مخکتنه وکړو او بخت زاده دانش جلال اباد ته راوبلو چې د برې پښتونخوا دا مینه يې ورسره له نېږدې نه وګوري. موږ په فیسبوک بلنه ورکړې وه او دومره زیات مینه وال يې راغلي ول چې اوس د خلکو په منځ کې له موږ نه ورک دی."
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد ډاکټر لعل پاچا ازمون هم د بخت زاده دانش په شاعري خبرې وکړې، چې په يوه برخه کې يې راغلي ول "دانش صاحب د شعر د نورو توکو پر ځای باندې احساس او عاطفې ته ډېر ارزښت ورکړی دی. هغه په دې پوهېږي چې زما ولس څه خوښوي او څنګه ورسره زه وتړل شم. دغسې حرکات هغه څوک تر سره کوي، چې هغه له شعر یا نظم نه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي. په منظومه ژبه د مفکورې وړاندې کول، مستقیماً د اورېدونکي او لوستونکي په خواصو باندې تاثیر کوي."
استاد نعمان دوست هم د بخت زاده دانش په نظمونو خبرې وکړې، هغه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د پښتنو د شعور د بیدارۍ لپاره د دانش شعرونه د جادو حیثیت لري "د دانش صاحب شاعري یو رسا غږ دی او دا رسا غږ نن سبا ځکه په کار دی چې خلک عاجل ويښول په کار دي. دا خلک په ورکېدو دي. د مختلفو تلسمونو لاندې راغلي دي، د دوی د ويښولو لپاره زه د دانش شاعري یو جادو او سحر ګڼم."
ځوان سندرغاړی علی بابا خان چې د بخت زاده دانش يو شمېر شعرونه یې په ځانګړي انداز سندره کړي، مخکې له دې چې د هغه يو ریکارډ شوی نظم لب سینګ کړي، وویل "ډېر شاعران شته چې ښه شعرونه ليکي، ځو بعضې سړي کې یو کمال وي، موږ ورته کريېشن وايو. که زه دا ووایم چې له غني خان پس چې چا کريېشن کړی، نو هغه بخت زاده دانش صاحب دی.
کلمه وایم مسلمان یمه
مننونکي د قرآن یمه
د لوی الله بنده یمه
مننونکی د هغه یمه
له خاورې نه پیدا یمه
بچې زه د حوا یمه
زه څومره قیمتي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه."
بخت زاده دانش خوشاله و چې خپلو مینه والو سره له نېږدې نه ګوري، نوموړي مشال راډيو ته وویل: "ډېر زیات خوشاله یم، دې خبرې ته نه، ګنې چې زما د کتاب مخکتنه وشوه.
دې خبرې ته چې یره ډېر افغانان زما مینه وال وو، زما ورونه وو، زموږ د مینې او وینې رشته ده. دا خلک ما له نېږدې نه، نه و کتلي. نو راغلم، دوی مې له نېږدې نه وکتل، ورسره کېناستم او بله دا چې د خپل کور احساس راته کېږي."
په پای کې بخت زاده دانش د غونډې ګډونوالو ته يو شمېر نظمونه وویل چې د مینه والو له دروند استقبال سره مخ شول. د هغه له نظم مو يوه برخه رابېله کړې:"زه به نه لېونی کېږم؟
ستا په لاس کې سور قلم دی او زما تاریخ پرې لیکې
دغه ټول تاریخ پرهر دی، وینې، وینې، مالګې، مالګې
زه په خپل پرهر کې پروت یم، صرف دا زما ګناه ده
چې پښتون یم، غیرتی یم او بچی د ابدالي یم
ننګیالی یم، جنګیالی یم، توریالی یم، بریالی یم
اوس زما دا صفتونه ټول په ما باندې بد لګي
دا د پلار نېکه نومونه ټول په ما باندې بد لګي
زه په خپل صفت شرمېږم
زه به نه لېونی کېږم؟ "
د یادولو ده چې په دې وروستيو کې بخت زاده دانش په خپله فېسبوک پاڼه خپل ویديوي شعرونه خپوروي چې له امله يې په افغانستان کې په زرګونه مینه وال موندلي دي.