د مومندو انتظامیې د مظاهره چیانو غوښتنې ومنلې

مومند او سابي ولسونه د مامدګټ د پېښې ضد احتجاج کوي

پراګ ـ د مومندو په مامد ګټ کې د مې پر ماښام احتجاج تر هغې وروسته پای ته ورسېد چې انتظامیې د سیمې د خلکو شرطونه ومنل.

د سیمې اوسېدونکو، مشرانو او یوه حکومتي چارواکي د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د ساپیو او مومند خلکو شاوخوا ټوله ورځ احتجاج وکړ او باجوړ ته تلونکی سړک یې تړلی وو.

دوی وايي، احتجاج تر هغې وروسته پیل شو چې د مومند ضلعې د مامد ګټ زیارت کلي یوې ښځې پر یوه سړي کور ته د ورننوتو تور پورې کړ او د اپرېل ۳۰مې شپې مهال یې وویشت.د دې ښځې او سړي نومونه نه دي ورکړل شوي.

د ښځې لېورزي شاه حسین ویلي چې هغه د امین الله مېرمن ده او خاوند یې له مومندو بهر مزدوري کوي. د ده په خبره، دا سړی د اېف سي سرتېری وو چې شپې مهال شاوخوا درې ساعته مسلسل د دې ښځې د کور ور ټکاوه او د ننوتو هڅه کوله:

"سړي د شپې له نهو تر دولسو د کور دروازه ټکوله، هغوی(د کور ښځې) ورته سوال منت وکړ خو دا نه منه کیدو. بیا هغې خپل خاوند ته فون کړی دی، خپل زوی ته یې کړی دی. دلته نزدې چې د ملیشې او ارمي کېمپ دی، هغوی ته فون کړی دی چې دلته داسې کېس دی. بیا هغې د نر لور دروازه خلاصه کړې ده، او ډز یې ورباندې کړی دی. دې سړی پر هغې د حملې کوشش هم کړی دی"

دا هم وګورئ: د وزیرستان جرګه د خیسور پېښې پلټنه کوي

یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط تصدیق وکړ چې وژل شوی کس د ملېشې ځواک سرتېری وو. ده نور معلومات ورنکړل.

له هغو(ملیشې والا او ارمي) سره مذاکرات وشول، احتجاج ختم شو. د پښتو متل دی هغه مړ هم شو او پړ هم
ساجد مومند

د وژل شوي تن د کورینۍ د غړو سره په خبرو ونه توانیدو.

په مظاهره کې شامل فردوس خان ساپي مشال ریډیو ته وویل، له سیمې د قامي اسمبلۍ غړی ساجد مومند د مظاهرینو او امنیتي چارواکو ترمنځ جرګه شو او د شرطونو د منلو ضمانت یې ورکړ:

"غوښتنې دا وې، ښځې چې کوم کار کړی دی، د قبایلو د رسم او رواج سره سم یې کړی دی،دا مړی ختم دی، بل کوم موبایلونه او تمانچه چې ترې هغوی (ملیشې والاو) وړې ده، هغه به واپس ورکوي او دریم دا چې د دې وژنې عدالتي کاروایي به نه کیږي، نو دا شرایط یې راسره ومنل"

فردوس ساپي وویل، له باجوړه هم ډېرې خلکو په احتجاج کې ګډون ورسره وکړ. هغه وویل که منل شوي شرایط یې عملي نشو، نو د باجوړ او مومندو ولسونه به ګډ احتجاج شورو کوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مومندو استازي ساجد مومند مشال رېډیو ته وویل د امنیتي او انتظامي چارواکو سره تر خبرو او د هغوی د پوره باورو ورکولو وروسته یې مظاهرینو ته د شرایطو د پوره کیدو ډاډ ورکړی :

"د قام سره مو خبره وشوه، بیا مو له هغو(ملیشې والا او ارمي) سره مذاکرات وشول، احتجاج ختم شو. د پښتو متل دی هغه مړ هم شو او پړ هم."

په دې اړه مو د مومند له ډپټي کمیشنر افتخار عالم او د ضلعې د پولیسو مشر رشیدخان سره بار بار د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نشو.