د پي ټي اېم مظاهرې، لسګونه ګرفتار

له ارشیفه: میرامشا کې د ۲۰۱۹ ز کال پر ۱۴م اپرېل د پي ټي اېم ولسي غونډه

پراګ - پر داسې مهال چې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د شمالي وزیرستان د ډزو پېښې پرضد احتجاجونه روان دي، په بنو او ټانک کې ۶۱ مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

د بلوچستان په چمن کې پولیسو د مې ۲۸مې شپې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ ملاتړی ملا بهرام اخوند هم نیولی دی چې تر هغې وروسته د غورځنګ او یو شمېر ګوندونو غړو د تاڼې مخې ته پرلت وهلی دی.

له سیمې څخه زموږ خبریال نعمت الله سرحدي وايي، پولیسو تر دې مخکې هم د ملا اخوند ضد مقدمې جوړې کړې وې او اوس وايي چې هغه یې د لاوډ سپیکر ناسم استعمال، غدارۍ او ریاست ضد نعرو او پارونو په تور نیولی.

په چمن کې د پي ټي اېم لاریون

د سرحدي په خبره، نوموړی شپې مهال د یوه ناروغ ملګري پوښتنې ته روان وو چې پولیسو ونیوه.

دی زیاتوي، په چمن کې له ۲۰۰ څخه زیاتو کسانو پرلت وهلی او د ملا بهرام اخوند خوشې کولو غوښتنه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په بنو او ټانک کې یې پولیسو لسګونه ملګري نیولي چې د مې پر ۲۸مه یې ځېنې عدالتونو ته وړاندې کړل او د هریپور، ډېره اسماعیل خان او نورو ښارونو زندانونو ته یې واستول.

د غورځنګ یوه غړي شاه فیصل غازي مشال راډیو ته وویل، پولیسو په بنو کې د عبدالصمد، ندیم عسکر، عارف وزیر، بلال پښتون او حجت الله په ګډون یو شمېر کسان نیولي.

دی زیاتوي، پولیسو په ټانک او بنو کې ۲۰ کسان د مې پر ۲۸مه خوشې کړل.

د ټانک د پولیسو یو تاڼېدار طاهر خان مشال راډیو ته وویل، په ښار کې یې ۱۵ کسان نیولي چې پکې ځېنې عدالت د پوښتنو لپاره زندان ته استولي.

هلته په کراچۍ کې پولیسو د غورځنګ شاوخوا ۱۴ غړي خوشې کړي.

په عین وخت کې د قامي اسمبلۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ د مې ۲۸مې شپې مهال له شمالي وزیرستانه مشال راډیو ته په استولي یوه غږیز پيغام کې ویلي، په میرامشا کې یې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی.

ده وویل، حکومت د مې پر ۲۸مه د اتمانزیو یوه جرګه وراستولې وه چې ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې خپله ناسته تر یوې اوونۍ وځنډوي چې په دې وخت کې چارواکي یوه پرېکړه وکړي.

د داوړ په خبره، جرګې ورسره ژمنه وکړه چې حکومت به په دې موده کې د قامي اسمبلۍ بل غړی علي وزیر او د غورځنګ نور ملګري هم خوشې کړي.​

دی وايي، جرګې ته یې وویل چې تر مشورو وروسته به د ناستې ځنډولو فیصله وکړای شي خو زیاتوي چې ملګري یې پوره نه دي او د ګرځبندیز له وجې ټولې لارې او ټېلېفوني شبکې تړل شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلویانو تر هغې وروسته د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ښارونو کې مظاهرې، ناستې او لاریونونه پیل کړل چې د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر له امنیتي پوستې سره د ډزو په پېښه کې اته کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ژوبل دي.

​د پاکستان پوځ پر هم هغه ورځ په یوه بیان کې تور پورې کړ چې د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر پوستې برید وکړ او پېنځه سرتېري یې ژوبل کړل چې د پوځیانو په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

خو عیني شاهدانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پوځ تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې پر خړ کمر پوستې پوځي سرتېرو د ډوګه مچه مده خېلو ناستې ته ورتلونکې قافله ودروله او وروسته یې ورباندې ډزې وکړې.

پښتین زیاتوي، د غورځنګ له غړو، مشرانو، پلویانو او د وزیرستان مظاهره کوونکو او اوسېدونکو هېچا سره وسلې نه وې.

د مې ۲۶مې تر پېښې یوه ورځ وروسته د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه جلا بیان کې وویل چې د خړ کمر پېښې له ځای سره یې پېنځه نور مړي موندلي چې په مرمیو لګېدلي ول.

هلته په شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز د مې پر ۲۹مه هم دوام درلود.