کابل: پر بهرنیو ځواکونو موټر بم ۴ تنه وژلي

د مې پر ۳۰مه په کابل کې تر برید وروسته سرتېرو سیمه کلا بنده کړه

کابل - د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مې پر ۳۱مه د پلازمېنې کابل په یکه توت سیمه کې موټر بم چاودنه شوې.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل، چاودنه سهار اته نیمې بجې هغه مهال وشوه چې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان له سیمې تېرېده.

دی وايي، په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې څلور امریکايي سرتېري برسېرن ټپیان دي.

عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې تر لرې واورېدل شو.

د حملې ذمه واري طالبانو منلې ده.

د مې پر ۳۰مه هم په کابل کې د مارشال قسیم فهیم پوځي اکاډمۍ مخې ته ځانمرګی برید شوی وو چې پکې شپږ کسان وژل شوي او شپږ ټپیان ول.

وسله والې ډلې اسلامي دولت د هغه برید ذمه واري منلې.

دا تازه خبر دی، نور معلومات وروسته.