د پاکستان الېکشن کمېشن وايي، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۱۶څوکيو لپاره په قبايلي سيمو کې ولاړو ۲۹۷ کانديدانو ته يې انتخابي نښې ورکړې دي.
د الېکشن کمېشن يو وياند سهېل احمد د مې پر۳۱مه مشال راډیو ته وويل چې له اختره وروسته به سمدستي د ووټ پرچيو چاپول، انتخاباتي عملې روزل او امنيتي پلان جوړول پېل کړي.
د الېکشن کمېشن وياند وايي، لا هم ۲۶م اييني ترميمي بل له سېنټه منظورېدل پاتې دي چې له وجې يې ځينې خلک له ذهني ګډوډۍ سره مخ دي.
نوموړی وايي ، "دا ترميمي بل چې پکې د قبايلي سيمو څوکۍ له شپاړسو ۲۴ ته زياتول دي، لا هم مالومه نه ده چې حتمي شکل به يې څه وي."
سهيل احمد وايي ، "کېدای شي په حتمي بل کې دا خبره شامله وي چې اوس دې د جولایي پر دویمه انتخابات په شپاړسو څوکيو وشي او بيا لپاره دې په ۲۴ څوکيو وشي خو کېدای شي چې داسې نه وي او دا پکې وي چې انتخابات دې وځنډول شي."
د عوامي نېشنل ګوند یو ځايي مخکښ نثار مومند په مومندو ضلعه کې پي کی۱۳۰ ته ولاړ دی. دی وايي، لا هم سياسي ګوندونو په بشپړه توګه خپل کمپاينونه نه دي پېل کړي.
نوموړی وايي ، "دوی له دې کبله زړه نا زړه دي چې کېدای شي له سېنټه د ۲۶ م اييني ترميمي بل د منظورۍ په صورت کې انتخابات وځنډېږي."
همداراز څرګندونې په خېبر ضلعه کې پي کی ۱۰۶ ته ولاړ د جماعت اسلامي کانديد شاه جهان اپريدی هم کوي.
دی وايي ، "د قامي وطن ګوند يو مشر سکندر شېرپاو هم تېره ورځ مشال راډیو ته وويل چې حکومت دې دا خبره واضحه کړي چې انتخابات به ځنډېږي يا نه ځنډېږي چې دارنګ دوی په خلاص مټ خپل انتخاباتي کمپېن پېل کړي."
د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د قبايلي څانګې مشر او د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپريدي د مې پر ۳۱مه مشال راډیو ته وويل ، "د انتخاباتو ځنډولو ذمه واري پر دوی نه راځي خو د ده په خبره که الېکشن ځنډېږي نو دې کې د سياسي ګوندونو ګټه ده ځکه چې دوی ته به د انتخاباتي کمپاين او نورې تيارۍ لپاره ډېر وخت په لاس ورشي."
ياده دې وي چې د مې پر۱۳مه د پاکستان قامي اسمبلۍ په متفقه توګه ۲۶م ايني ترميم بل منظور کړ.
خو بل به اوس د منظورۍ لپاره سېنټ غونډې ته وړاندې کېږي او که چېرته منظور شو نو د ولسمشر تر لاسليکولو وروسته به د پاکستان د اساسي قانون رسمي برخه شي.
په دې بل کې غوښتنه شوې چې په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دې د قبايلي ضلعو څوکۍ له شپاړسو ۲۴ ته ورزياتې کړل شي.
خو د پاکستان الېکشن کمېشن چې اعلان يې کړی انتخابات به د جولای پر دویمه کېږي وايي چې اوس دوی تيارې او حلقه بندۍ يوازې د ۱۶ څوکيو لپاره کړي نو که چېرې څوکۍ ۲۴ ته زياتېږي نو کېدای شي چې بيا انتخابات وځنډېږي.