پېښور - د خيبرپښتونخوا حکومت وايي، انتخاباتي کمېشن ته یې خواست کړی چې په قبايلي ضلعو کې دې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وځنډوي.
د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې کمېشن ته دا خواست د صوبې د کورنۍ او قبايلې چارو څانګې د جون پر دريېمه نېټه په يوه خط کې کړی دی.
دغه ليک د جون پر نهمه نېټه پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی چې مشال راډیو هم تر لاسه کړی دی.
خو په صوبه کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جون پر نهمه مشال راډيو ته وویل، لیک چې کله ور ورسي نو ورباندې به هرو مرو غور وکړي.
په خط کې شپږ داسې خبرې ليکل شوې چې له کبله يې د انتخاباتو د ځنډولو خواست شوی دی.
په ليک کې ويل شوي چې په قبايلي ضلعو کې د افغانستان له غاړې د ترهګرو فعاليتونو ويره، په سيمه کې سياسي مشرانو ته ګواښونه، په خیبر پښتونخوا کې د ورګډو شویو قبايلي ضلعو په اصلاحاتي چارو کې ستونزې، د شمالي وزيرستان تازه پرمختګونه، د ليويزو او خاصه دارو مشري له ډپټي کمشنره د پوليسو مشر ته سپارل او دا رنګه په اوسنيو حالاتو کې د خاصه دارو او ليويزو ځواکونو له خوا د امنيتي ذمه واريو پوره کولو په برخه کې د تربيت نشتوالی هغه څه دې چې له کبله يې په قبايلي ضلعو کې انتخابات نشي کېدای.
دا هم وګورئ: د قبایلي ضلعو د صوبايي اسمبلۍ کاندیدانو ته انتخابي نښې ورکړل شوېد دې لاملونو تر تشريح کولو وروسته حکومت له انتخاباتي کمېشن خواست کړی چې د يادو ستونزو د سمولو لپاره دې د قبايلی ضلعو د صوبايي اسمبلۍ انتخابات تر ۲۰ ورځو پورې و ځنډوي.
انتخاباتي کمېشن د مې پر شپږمه اعلان کړی وو چې په خېبر پښتونخوا کې ضم شویو قبايلي ضلعو کې به د صوبايي اسمبلۍ پر ۱۶ څوکيو انتخابات د جولای پر دويېمه نېټه کېږي.
په دې اړه وار له مخه کانديدانو درخواستونه جمع کړي او په قبايلي ضلعو کې انتخاباتي کیمپېن هم پیل شوی دی.