د جنرالانو پاکستان او نوي پاکستان کې هېڅ فرق نشته: بلاول

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې تر هغه وروسته خبري غونډه وکړه چې د هغه پلار، د ګوند شریک چېرمېن او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د های کورټ له لوري د مستقل ضمانت ردېدو پس نېب ونیولو.

د بلاول وینا وه چې د ګوند مشرانو یې تل په عدالت کې خپله بې ګناهي ثابته کړې ده او دا ځل به یې هم ثابتوي. نوموړي پر خپلو ګوندي غړیو ږغ وکړ چې پرامنه دې اوسي.

د خپل پلار د نیولو په باب د هغه وینا وه: ''عدالت چې کوم حکم جاري کړی وو هغه له نېب سره نه وو. او د دې باوجود د اصف علي زرداري ګرفتارۍ ته راورسېدل. ما له لومړۍ ورځې دا خبره کوله چې زموږ کوم جمهوري، انساني او معاشي حقونه دي نو حکومت پرې حملې کوي.

نوموړي وویل: ''د جنرال مشرف، جنرال ضیا الحق، جنرال ایوب خان په پاکستان او نوي پاکستان کې هېڅ فرق نشته. د پوځي امرانو په وخت کې هم د خبرو اجازه نه وه او په اوسني حکومت کې هم د خبرو اجازه نشته. د امرانو په وخت کې به عدالتونو په ازادۍ فیصلې نشوای کولی نن یې هم نشي کولی.دا هغه څه دي چې موږ په تېرو وختونو کې لیدلي دي.''

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نن د جون پر یولسمه د احتساب عدالت ته وړاندې کړل شو او د لسو ورځو په جسماني ریمانډ یې د نېب حراست ته وسپارلو.

نېب پر اصف علي زرداري او د هغه پر خور فريال تالپور د جعلي اکاونټونو مقدمه جوړه کړې ده.

دوی په دې قضيه کې د مستقل ضمانت لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړی وو چې جسټس عمر فاروق او جسټس محسن کیاني رد کړ.

د پاکستان سپريم کورټ په ۲۰۱۸ م کال د جعلي بانکي حسابونو ازخود نوټس اخیستی وو او په دې اړه يې ګډه پلټنيزه ډله جوړه کړې وه.

تحقيقاتي ډلې وروسته په خپل رپورټ کې د ۱۷۲ کسانو نومونه په ډاګه کړل چې پکې اصف علي زرداري هم وو.

د پیسو سپینولو قضيه د پاکستان ملي بانک په ۲۰۱۵م کال کې راپورته کړې وه.

د دې هېواد پلټنو فېدرالي ادارې په دې اړه د يوه بانکي اکاونټ پرضد مقدمه درج کړه خو وروسته د پلټنو پر مهال يوشمېر نور داسې بانکي حسابونه مالوم شول چې ورڅخه په مشکوکه توګه پيسې لېږدول شوې وې.

بلخوا هم نن لاهور های کورټ په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر حمزه شهباز د عبوري ضمانت غځولو درخواست رد کړ او نېب ونیولو. پر حمزه شهباز له خپلې ګټې د زياتو شتمنیو لرلو او د پیسو سپينولو تورونه دي خو هغه دا تورونه نه مني.