بنو ـ د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکو د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د یادې ضلعې په ځینو سیمو کې په ګرځبندېز کې نرمي راوستل شوې ده.
د شمالي وزیرستان په کومو سیمو کې چې په ګرځبندېز کې نرمي راوستل شوې هغه له شنه خوړه نیولې تر دته خېلو پورې سیمې دي.
که څه هم انتظامیې تر دې ګړۍ په دې اړه کومه رسمي اعلامیه خپره کړې نه ده خو یو ځايي چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو کې د ورځې ګرځبندیز کې نرمي راوستل شوې او خلک په دې شرط چې خپل شناختي کارتونه له ځانه سره ولري، تګ راتګ کولی شي خو البته د شپې مهال به کرفیو په خپل حال وي.
د شمالي وزیرستان په اکثرو سیمو کې له تېرو لسو ورځو راهېسې ګرځبندېز لګېدلی وو، خو په منځ کې یې د دوو ورځو لپاره نرمي راوستل شوې وه. ضلعې انتظامیې دغلته د خړ کمر له پېښې وروسته د دوی په وینا د امنیت د خوندي ساتلو په موخه ګرځبندېز لګولی وو او په جلسو جلوسونو یې هم پابندي لګولې وه.
د شمالي وزیرستان انتظامیې په داسې حال کې په ځینو سیمو کې په ګرځبندۍ کې د نرمۍ راوستو خبره کړې چې د یادو سیمو خلکو سر ټکولو چې د کرفیو له وجې دوی د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.
د جون پر ۱۵مه، د عوامي نېشنل ګوند مرستيال مشر او د قامي اسمبلۍ غړي اميرحېدرخان هوتي په پېښور کې مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې دا کرفيو دې ختمه او نيول شويو د پارليمان غړو علي وزیر او محسن داوړ ته دې په پارليمان کې د خبرو کولو موقع ورکړل شي.
د مې په ۲۶مه د شمالي وزيرستان په خړ کمر کې د پوځ په ډزو ۱۳ کسان ووژل شول. پوځ ويلي چې دې خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پارليمان غړو محسن داوړ او علي وزير په ملاتړ د دوی پر چيک پوسټ بريد کړی وو.
تر دې پېښې وروسته داوړ او وزير ونيول شول. خو ياد غورځنګ وايي د دوی ملګري بې وسلې وو. حکومت د دې پېښې قربانيانو ته د معاوضې ورکولو اعلان هم کړی دی.
د شمالي وزیرستان یو قامي مشر ملک خان مرجان د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د جون پر ۱۷مه په شمالي وزیرستان کې د ځايي مشرانو یوه جرګه غوښتل شوې ده چې پکې به د سیمې د امنیت او په مکمله توګه د کرفیو د ختمولو په اړه هم خبرې کېږي.
نوموړی وايي، د حکومت، پښتون تحفظ مومنټ او پوځ درې واړو سره په تماس کې دي او هڅه به یې وي چې ټولې مسلې به هوارې شي.