پراګ - د پاکستان په پارلمان کې د شمالي او جنوبي وزیرستان نیول شوي استازي محسن داوړ او علي وزیر د اپوزېشن پر ټینګار سربېره په قومي اسمبلۍ کې د بجټ غونډې ته حاضر نه کړل شو.
خو بل پلو د قومي اسمبلۍ د سپیکر اسد قیصر په امر د اسمبلۍ د قوانینو د ۱۰۸مې دفعې له مخې د پپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري او د مسلم لیګ نون ډلې مخکښ خواجه سعد رفیق یادې غونډې ته ور وستل شو.
د علي وزیر او محسن داوړ نه حاضرولو له کبله په اسمبلۍ ، میډیا او ټولنیزو رسنیو کې پر سپیکر او حکومت سختې نیوکې شوې دي.
د جمعیت علما اسلام ف ډلې د قومي اسمبلۍ غړي مولانا جمال الدین د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل دا د سپیکر بې وسي په ډاګه کوي.
ده وویل ، “زما په خیال خو که نن دا دوه کسان نشي راوړل کېدای او د پارلمان غړي په دې اړه احتجاج نه کوي نو دا بیا له نورو غړو سره هم کېدای شي. دا د سپیکر زمه واري ده چې د هغوي د حاضرولو امر وکړي خو زموږ سپیکر بې وسه او بې اختیاره دی.”
د پپلز ګوند د قومي اسمبلۍ غړي ساجد حسېن توري وویل ، د دوي ګوند په کلکه غوښتنه کړې وه چې علي وزیر او محسن داوړ دې د اسمبلۍ غونډې ته راوړل شي.
نوموړي وویل ، “چې کله د اسمبلۍ غونډه روانه وي نو د خپلې حلقې د استازیتوب لپاره دا ضروري ده چې نماینده که په زندان کې وي هم نو د قانون د ۱۰۸مې مادې له مخې باید حاضر کړل شي او هم داسې د علي او محسن هم دا حق وو خو له بده مرغه هغوي حاضر نه کړل شو. خو دلته کمزوري د سپیکر هم ده. که هغه پر اصولو عمل وکړي نو د اسمبلۍ دا دوه غړي به هم غونډو ته راشي”.
قانون پوه شاه خاور هم د دې خبرې پخلی کوي چې د علي وزیر او محسن داوړ د اسمبلۍ غونډې ته نه وروړل له قانون څخه سرغړونه ده.
ده وویل ، “هغوی په یو جرم کې نیول شوي دي خو جرم پرې ثابت شوی نه دی او تر څو چې عدالت یو چا ته سزا نه وي ورکړې نو د قانون له مخې هغه بې ګناه دی. نو زما په خیال آیین چې دوي ته کوم حق ورکوي ، نو د دوي نه راوړلو له هغه څخه سرغړونه کړې ده.”
په دې اړه مې څو ځله د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ته پر شخصي نمبر او هم د هغه د سیکرټري پر نمبر ټلیفون وکړ خو پورته یې نکړ.
خو د واکمن تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ غړي محمد اقبال اپرېدي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې پر دوي مقدمې روانې دي او چې کله ولسي انتظامیې ته وسپارل شي نو بیا به یې اسمبلۍ ته د راوړلو امر هم وشي.
علي وزیر او محسن داوړ د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړکمر سیمه کې تر هغه پېښه وروسته نیول شوي وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا پوځ پکې د دوي لږ تر لږه ۱۴ غړي وژلي وو.
پوځ او حکومت وايي د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ کې پر امنیتي پوسته برید شوی وو خو په دې اړه یې څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.