جګړه ځپلې کورمه کې د موسیقۍ زده کړو اکاډمي جوړه شوې

پراګ ـ څه د پاسه يوې لسېزې راهيسې، له کورمې د جګړو، چاودنو، وژنو او ځانمرګو بريدونو خبرونه رارسېدل خو اوس له هغه ځایه د موسیقۍ غږونه اورېدل کېږي.

د هغې سيمې ځوانان له داسې يوې جګړې سره مخامخ وو چې ډېر وخت به په سنګر کې ناست ول خو اوس د دغو ځوانانو ګوتې د ټوپک پر ماشه نه بلکې د رباب په تارونو پرتې دي.

د ۲۰۱۸م کال له اګست مياشتې راهيسې د پاړه چنار په هغه سبزي منډۍ کې چې پکې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه د چاودنې غږ اوېدل شوی وو هم له هغه ځای څخه اوس د موسیقۍ غږ ووځي.

د یادې سیمې یو ۲۷ کلن ځوان امتیاز حسین د سما میوزک اکاډمۍ په نوم یو مرکز پرانیستی دی. نوموړی پخپله موسیقار دی او رباب غږوي.

امتیاز حسین له ۲۰۱۳ مه تر ۲۰۱۸ مه کاله پورې د موسيقۍ د زده کړو لپاره له پاړه چناره تر پنډۍ، لاهور، سيالکوټ او د سيند تر حېدراباد ښاره پورې سفرونه کړي او له استادانو سره یې شپې روڼې کړې دي.

تر پنځو کالو زده کړو وروسته امتياز حسين پاړه چنار ته ستون شو او سره له څو نورو ملګرو يې په يوه وړه خونه کې شوقيه رباب غږولو باندې پېل وکړ.

خو دیوالونه کله د موسيقۍ اواز اېسارولی شي؟ د رباب او باجې غږ د خلکو غوږونو ته ورسېد او هغوی د غږونکيو په تکل د امتياز حسين ترکمرې ورسېدل.

خلکو له هغه د رباب او هارمونیم یا باجې د زده کولو خواست وکړ، سفارشونه پیل شول او بلاخره د امتياز په وينا وړکۍ کمره د موسیقۍ د زده کړې په يوه مسلکي مرکز بدله شوه.

په اکاډمي کې دا وخت شاوخوا ۳۰ زده کوونکي دي خو استاد يې يو دی.

امتياز حسين چې د موسیقۍ کوم راګونه او الې زده کړې دي، هغه خپلو زده کوونکيو ته ور زده کوي.

هغه د غرمې له يوې تر پنځو بجو پورې درس ورکوي. هغه ځان بې روزګاره يادوي خو له يوه زده کوونکي پنځه زره د داخلې او زر روپۍ مياشتنی فيس اخلي.

د امتياز حسين په وينا اوس دا حال دی چې د زده کوونکو شمېر یې مخ په زياتېدو دی خو ځای او د موسیقۍ الې ورسره کمې دي.