پراګ ـ په قبایلي ضلعو کې په لومړي ځل د صوبایي اسمبلۍ انتخاباتو لپاره تیاریانې کیږي. په مخکې وختونو کې په هغو سیمو کې ملکانو،خانانو،مذهبي مشرانو په انتخاباتو ډېر اغېز لرلو.
د مرکزي حکومت تر واک لاندې اوه واړو د هغه وخت ایجنسیانو څخه به ملکان،خانان او یا هم د پيسو خاوندان سېنېټ او د پاکستان قامي اسمبلۍ ته بریالي کیدل. د ۲۵ جولایي ۲۰۱۸م په ټاکنو کې په لومړي ځل له دغو سیمو نوو څېرو پارلیمان ته لار پېدا کړه. په نوو کسانو کې له خېبرهد تحریک انصاف په ټکټ اقبال اپریدی قامي اسمبلۍ ته بریالی شوی دی. نوموړي د جون پر ۲۶مه مشال ریډیو ته وویل، په قبایلو کې د پخوا برعکس د ملکانو او نورو روایتي مشرانو ځایې ځوانانو نیولی دی.
د دې سیمو خلک چې کله کډوال شو او د خېبر پښتونخوا نورو سیمو ته لاړل نو فکر یې وکړو چې موږ او د خېبرپښتونخوا نورو خلک یوشان پښتانه یو خو هغوی سرک،بجلي،ګېس،سکولونه او پوهنتونونه لري او موږ له دې هرڅه بې برخې یو.شهاب الدین خان
"مخکې پولیټیکل ایجنټ و، هغه به ملکان ساتل، د ملکانو واک و، هر ملک به څو تنه په خاصه دارو کې هم برتي کول. د انضمام وروسته زوړ نظام ختم شو. خاصه دار هم پولیسو کې شامل شو او نوکرۍ یې پخې شوې. اوس خلک په ازادۍ خپله رایه کاروي او نوو خلکو ته موقع په لاس ورځي"
خو له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخوانی استازی او د پشت سیمې خان، شهاب الدین خان بیا د دې سره اتفاق نه کوي. هغه وایي د قبایلي مشرانو مخکې هم په انتخاباتو کې رول نه و. نوموړی وایي د پاکستان د نورو برخو په څېر په قبایلو کې ځینې پټ قوتونه په انتخاباتو اغېز لري. شهاب الدین خان له قبایلو د خلکو کډوالي،انضمام او ټولنېزې رسنۍ د خلکو د ويښتیا لامل ګڼي.
"د دې سیمو خلک چې کله کډوال شو او د خېبر پښتونخوا نورو سیمو ته لاړل نو فکر یې وکړو چې موږ او د خېبرپښتونخوا نورو خلک یوشان پښتانه یو خو هغوی سرک،بجلي،ګېس،سکولونه او پوهنتونونه غواړي او موږ له دې هرڅه بې برخې یو. موږ مخکې یرغمال و. اوس ازادي راغله او خلک اوښیار شول."
له ۲۰۰۲م مخکې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قبایلو ۸ څوکۍ وې. په دې د انتخاب لپاره به یوازې د پولیټیکل اېجنټ لخوا منل شویو ملکانو (د لونګۍ خاوندانو) رایه ورکولې شوه. د ۲۰۰۲ له ټاکنو مخکې د قبایلو څوکۍ ۱۲ ته زیاتې شوې او ورسره غټ بدلون دا راغلو چې عادي قبایلي وګړي ته د رایې اچولو حق ورکړل شو. د ۲۰۱۸م کال په مۍ کې د پاکستان پارلیمان ۲۵ ائینې ترمیم منظور کړ چې ورسره ټولې قبایلي سیمې د خېبر پښتونخوا برخې شوې، د دې سره قبایلو ته په صوبایي اسمبلۍ کې څوکۍ ورکړل شوی. په دغو څوکیو د جولایي پر ۲۰ مه انتخابات کیږي.
په تېر الېکشن کې نوي کسان په سیاسي بنیادونو راغلل. سیاسي پارټیو ورته ټکټونه ورکړي و. د صوبایي اسمبلۍ انتخابات لپاره په کاندید شویو ازادو او د پارټۍ په کسانو کې زیاتره نوې څېرې ديخبریال صفدر داوړ
د قبایلي ضلعو پر حالاتو نظر لرونکی خبریال صفدر داوړ وایي، پولیټیکل ایجنټ نظام په قبایلو کې سیاسي عمل تر ملکانو محدود کړی و، خو دغه سیمې پر پښتونخوا د ورګډولو سره هلته سیاسي ګوندونه ورغلل، سیاسي عمل پياوړی شو او روایتي مشرانو رول کمزوری شو.
"په تېر الېکشن کې نوي کسان په سیاسي بنیادونو راغلل. سیاسي پارټیو ورته ټکټونه ورکړي و. د صوبایي اسمبلۍ انتخابات لپاره په کاندید شویو ازادو او د پارټۍ په کسانو کې زیاتره نوې څېرې دي"
هغه وایي په قبایلي سیمو کې د بدامنۍ په زمانه کې ډېرې ملکان او ځایي مشران وژل شوي هم دي چې له امله یې تشه رامنځته شوې ده.
قبایل پر پښتونخوا د ورګډولو مخکې هلته سیاسي ګوندونو ته د هلو ځلو کولو اجازه نه وه او قامي اسمبلۍ ته کاندیدانو به ازاد حثیت په ټاکنو کې برخه اخیستله.