پوليس او ملېشه مو انتخاباتي کمپاين ته نه پرېږدي: تاج وزير

شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۸م کال انتخابات (ارشيف)

ډېره اسماعيل خان - په جنوبي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر وايي، ملېشه او پولیس سرتېرو له انتخاباتي کیمپېنه منع کړي او د ده دوه ملګري یې نيولي دي.

په واڼه کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ نوماند تاج محمد وزیر بېګا مشال راډیو ته ویلي، انتظامیې ته یې د خپل لاریون په اړه درخواست ورکړی وو خو سرتېرو پرېنښودل او وروسته یې پر دفتر په چاپه کې کسان ونیول او بیا یې ماښام په ضمانت خوشې کړل.

((په وار وار زموږ پر دفتر چاپه وهل کېږي. زموږ د ګوند دوه مهم غړي يې ونيول او بيا وروسته يې په ضمانت خوشي کړل. دا ډول کارونه انتخاباتو ته نه بلکې د خپلې خوښې کانديدانو راوستلو ته لاره هواروي.))

خو د پولیسو سیمه ییز مشر عتیق وزیر وايي، پولیسو پر انتخاباتي دفتر چاپه نه ده وهلې بلکې دوه کسان یې په بازار کې د قانون ۱۴۴مې دفعې په خلاف ورزۍ نیولي ځکه چې هلته په ولسي غونډو بندیز دی. تر دې مخکې د اتوار پر ماښام هم ځېنو امېدوارانو شکایت کړی وو چې پولیس یې په جولای کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کیمپېن ته نه پرېږدي. هغوی تور پورې کړ چې انتظامیه او سرتېري توپیري چلند کوي او د ځېنو ګوندونو ملاتړي غونډو ته پرېږدي خو دوی ته اجازه نه ورکوي.

د پولیسو مشر عتیق وزیر دا تور ردوي او وايي، پولیس په خپله رویه کې بې طرفه دي.