پاکستان کې جمهوريت په غوړېدو که په راغونډېدو دی؟

د اطلاعاتو په برخه کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکارې ويلی چې عمران خان د کابينې په غونډه کې وړاندېز کړی چې د قامي اسمبلۍ د نيول شويو غړيو په اسمبلۍ کې د حاضرولو په قانون کې ترميم وشي.

فردوس عاشق اعوان داخبره د وزيراعظم په مشرۍ د کابينې تر غونډې وروسته د سېشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وکړه.

دا وخت د قامي اسمبلۍ څلور غړي نيول شوي دي چې پکې د پيپلز پارټۍ مرستیال مشر اصف علي زرداري، د مسلم ليګ نواز ډلې خواجه سعد رفيق، د جنوبي او شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ او علي وزير شامل دي.

د قامي اسمبلۍ سپیکر اصف علي زرداري او سعد رفيق د اپوزيشن په غوښتنه د قامي اسمبلۍ غونډې ته وروبلل خو محسن داوړ او علي وزير يې د درخواست سربېره حاضر نکړل.

د دې ترڅنګ د دوشنبې په شپه د اصف علي زرداري له جيو نيوز سره ځانګړې مرکه د خپرېدو پر مهال بنده کړل شوه، دغسې د رسنيو ځايي او نړيوال سازمانونه وايي چې پر دوی د حکومت مخالفه غږ نه خپرولو فشارونه دي.

دې ټولو خبرو ته په کتو سره پوښتنه راپورته کېږي چې د تحريک انصاف په واک کې تر راتلو وروسته په پاکستان کې جمهوريت او جمهوري قدرونه وده موندلې او که نه صورتحال برعکس دی؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شاهد احمد، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان کاکړ او سياسي چارو پوه قريش خټک سره څېړل شوې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې جمهوريت په غوړېدو او که په راغونډېدو دی؟