د کواټ سوداګري تنظيمونو او دکاندارانو په نوي مالي کال کې لګول شوي ټېکسونو او ګرانۍ پر ضد د کواټ رسنيو مرکز مخې ته پرلت وهلی.
په پرلت کې د بېله بېلو سياسي تنظيمونو مشران او وکيلان هم دوي سره شريک شول او د دوکاندارانو د ملاتړ اعلان يې وکړ.
د يادې ضلعې مشترکه بازار اتحاديې مشر حاجي عابد خان د جولائي پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د نوي کال په بجټ کې لګول شوي ټېکسونه ردوي. هغه زياته کړه چې د تاجرانو صوبايي او مرکزي مشران له حکومتي چارواکو سره په رابطو کې دي که چرې حکومت نوي لګول شوي ټېکسونه بيرته وانخستل نو دوی به د احتجاج دائره پراخه کړي.
عزيز خټک هم په پرلت کې شريک وو څوک چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو ځايي مخکښ دی نوموړی وايي چې سوداګري تنظيمونه په حقه دي ځکه نن له دوی سره څنګ پر څنګ ولاړ دی.
په پرلت کې وکيلانو پشمول د جماعت اسلامي، پاکستان پيپلز ګوند، عوامي نېشنل ګوند او د نورو ګوندونو مخکښان او ځايي مشران هم شريک شول پر دې مهال د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ صوبايي استازي او قانونپوهې مسرت شفيع په خپله وینا کې وويل چې عوامي نېشنل ګوند او وکيلان د تاجرانو سره مټ په مټ ولاړ دي بايد ولس دې هم خپل حق لپاره را ووځي.
ياده دې وي چې د نوي کال په بجټ کې لګول شوي نوي ټېکسونو او ګرانۍ دوکانداران په احتجاج مجبوره کړي او غوښتنه کوي چې حکومت دې بايد لګول شوي ټېکسونه واپس واخلي بل خوا حکومتي چارواکو لا تر اوسه څه نه دي ويلي. خو په دا وروستيو کې اړونده چارواکو او صوبابي او وفاقي حکومتي وزيرانو بيا بيا ويلي چې د ملک اقتصادي حالت ښه کولو لپاره به دوب د ټېکسونو دایره پراخوي.