د جولای پر ۲۰ مه په قبايلي سيموکې د خېبر پښتونخوا د ۱۶ څوکيولپاره ټاکنې کېږي.
دې ټاکنو ته هم يوشمېر ځوانانو ځانونه کانديد کړي دي.
ټاکنو په داسې حال کې کېږي چې د شمالي او جنوبي وزيرستان يو شمېر کانديدانود جولای پرپنځمه مشال راډیو ته وويل چې په سيمه کې دفعه ۱۴۴ لګېدلې او د دوی په انتخاباتي غونډو بنديز دی.
دا چې دې ټاکنو ته د قبايلي سيمو ځوانان څنګه ګوري او دوی خپله په انتخاباتي عمل کې څه رول جوړوي.
پر دې مو د قبايلي ځوانانو غورځنګ له مشراحسان الله احسان او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک د ځوانانو څانګې يو مشر عدنان شينواري سره خبرې کړي.
په دې اړه پشپړه خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.