په ارزګان کې له طالبانو روسي دوربینونه نیول شوي

افغان چارواکي وايي، په ارزګان ولایت کې یې له وسله‌ والو طالبانو څخه د جګړې پر مهال روسي شپني دوربینونه نیولي دي.

دا ادعا د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغه دوربینونه ډېر پرمختللي دي او زیات قیمت لري.

افغان سرتېري وايي، د وسله‌ والو طالبانو پر وړاندې د ماتې لامل يې دغه شپني دوربینونه او یا هم لېنزونه دي، که‌ نه وسله‌ وال طالبان يې پر وړاندې نه‌ شي جنګېدلای.

نیول شوې روسۍ وسله

نیول شوې روسۍ وسله

د وسله‌ والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ازادي راډيو په یوه استولي پیغام کې ویلي چې یادې روسي وسلې د غنیمت وسلې دي او امریکايي وسلې له افغان پوځیانو څخه یې د جګړې پر مهال نیولي دي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په‌ دې اړه د روسي چارواکو سره هم خبرې وکړې، خو له پوره پوره هڅو سره بیا هم بریالۍ نه‌ شوه خو له دې وړاندې دغه ډول خبرې دوی رد کړې وې.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌ الله شرافت دغه راپور پرې چمتو کړی دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

شرافت