اسلام اباد - د پاکستان انتخاباتي کمېشن په قبایلو کې د ووټ ورکولو له ۱۰۰۰ څخه زیات مرکزونه له امنیتي پلوه حساس بللي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د کمېشن ویاند سهېل احمد د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، کمېشن، پولیسو او پوځ په قبایلو کې د امنیت جاج اخیستی چې ورسره سم، څه د پاسه ۵۰۰ پولېنګ سټېشنونه حساس، له ۴۵۰ زیات ډېر حساس او پاتې عادي ګرځول شوې دي.
د نوموړي په خبره، په قبایلو کې یې ټول ۱۹۰۰ پولېنګ سټېشنونه جوړ کړي.
کمېشن ویلي چې د جولای پر ۲۰مه په قبایلو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ۱۶ څوکیو لپاره انتخابات کوي.
سهېل احمد وايي، تر ټولو زیاتې حساس مرکزونه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دي.
د ده په خبره، له امنیتي پلوه تر ټولو کم حساس پولېنګ سټېشنونه په خیبر ضلع کې دي.
دی زیاتوي چې د انتخاباتو پر ورځ یې د امنیت ټولې چارې پوځ ته سپارلې دي او سرتېري به د ډېرو حساسو مرکزونو دننه هم ځای پر ځای وي.
دا هم وګورئ: د ووټ اچولو ځای کې د پوځ هېڅ کار نشته: فضل الرحمنپه جون کې انتخاباتي کمېشن په یوه بیان کې ویلي ول چې د قبایلو انتخابات د پوځ تر څار لاندې کوي او د جولای له ۱۸مې څخه تر ۲۱مې پورې به د ووټ ورکولو ټولو مرکزونو دننه او بهر پوځیان ځای پر ځای وي.
په هغه بیان کې دا هم راغلي ول چې د ووټ کاغذونو، وېش او غونډولو ټول بهیر به هم د پوځ تر څار لاندې کېږي.
خو د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د انتخاباتي کمېشن پر دې پرېکړه انتقاد وکړ.
د پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) په ګډون د یو شمېر نورو ګوندونو سیاستوالانو، نوماندانو او مدني فعالانو تر نیوکو وروسته انتخاباتي کمېشن د جولای پر نهمه په یوه بل بیان کې وویل چې یوازې د هغو انتخاباتي مرکزونو دننه به پوځي سرتېري ځای پر ځای کېږي چې له امنیتي پلوه زیات حساس بلل شوي.