د کابل پوهنتون وره کې چاودنې اته تنه وژلي

د کابل پوهنتون وره کې امنیتي پرسونال د بمي چاودنې ځای پلټي.

کابل - چارواکي وايي، د جولای ۱۹مې پر سهار، د کابل پوهنتون په وره کې چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژلي دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار مشال راډیو ته وویل چې لږ تر لږه ۳۳ ژوبل کسان روغتونونو ته وروړل شوي.

هېڅ یوې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې او نه لا دا جوته ده چې دا بمي چاودنه وه که ځانوژونکی موټر-بم برید وو.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال رحمت الله افغان په وینا، چاودنه د پوهنتون په جنوبي وره کې پر داسې مهال شوې زده کوونکي ازموینې ته ورغلي ول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د چاودنې له امله دوو موټرو اور اخیستی او پولیسو دویم بم چې د چاودنې سیمې ته نېږدې اېښودل شوی وو، شنډ کړی دی.

د کابل چادونه تر هغې څو ساعتونه وروسته شوې چې د جولای پر ۱۸مه، په کندهار کې په دوو موټر بم بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او ۹۰ ژوبل شول.

د کندهار والي ویاند احمد بهیر احمدي شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، پر امنیه قومندانۍ د طالبانو تر ډله ییز برید وروسته تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي دي.

په کندهار کې پر امنیه قوماندانۍ موټربم برید، ۲۰۱۹ز کال، ۱۹م جولای

د ده په خبره، تر چاودنو وروسته وسله وال د قوماندانۍ دننه ورننوتل چې هلته یې له پولیسو سره تر شاوخوا دوه ساعته نښته روانه وه.

په ټپي ولسي افغانانو کې څلور ښځې او ۱۱ ماشومان هم شامل دي.

د بهیر په وینا، ډېری افغان وګړي له دې کبله مړه او ژوبل شول چې د امنیې قوماندانۍ په شاوخوا کې خلک اوسي.

ده زیاته کړه چې د برید له کبله د کندهار په ګمرک کې چې امنیې قوماندانۍ ته څېرمه دی، څلور باروړونکو موټرو اور واخیست.

وسله والو طالبانو د کندهار د حملې مسوولیت منلی.