کابل کې پرله پسې درې چاودنو لږ تر لږه لس تنه وژلي

روغتیايي کارکوونکي یو ټپي شوی روغتون ته وړي

کابل - چارواکي وايي، د جولای ۲۵مې پر سهار په افغان پلازمېنه کابل کې په درو پرله پسې چاودنو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار پر ټوېټر لیکلي چې په وژل شویو کې پېنځه ښځې او یو ماشوم دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل، لومړی سهار له زړو مکروریانو سره نېږدې په ملي بس څلور لاره کې ځانمرګی برید وشو.

د افغان حکومت د رسنیو مرکز سرپرست فېروز بشري وايي، بریدګر د کانونو او پېټرولییم وزارت بس په نښه کړی.

رحیمي وايي، تر لومړي برید لږ ساعت وروسته په هم هغه سیمه کې بله چاودنه هم شوې او بیا پسې د کابل – جلال اباد پر سړک د ډېسپیچرۍ په سیمه کې موټر بم حمله شوې. طالبانو د ډېسپیچرۍ د برید ذمه واري منلې ده خو په نورو دوو حملو کې یې لاس لرل رد کړي دي.

افغان ولسمشر د حملو غندنه کړې.

د جولای پر ۲۴مه هم د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې چاودنه شوې وه چې پکې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې کارکوونکي درې کرویېشیايي سرتېري ژوبل شوي ول.

کرویېشیايي حکومت ویلي، په برید کې له ژوبلو څخه یې یو سرتېری وروسته ومړ.

طالبانو د بهرنیو سرتېرو د ګاډو پر کاروان د حملې ذمه واري منلې وه.