پېښور - د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، له افغانستان سره د ۲۴ ساعته سوداګرۍ په موخه د تورخم دروازه په اګست کې پرانیستل کېږي.
د جولای پر ۳۱مه د صوبې اعلا وزیر محمود خان له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې نوموړي، د وزیراعظم له سلاکار ارباب شهزاد سره یو ځای د جولای پر ۳۱مه، په تورخم کې د ور پرانیستو د انتظاماتو جاج واخیست.
بیان وايي، د صوبې حکومت د دې مقصد لپاره کې ۷۹ میلیونه روپۍ ورکړې دي.
په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د تورخم ور به د اګست پر کومه نېټه د ۲۴ ساعته سوداګرۍ لپاره پرانیستل شي.
د وزير اعظم سلاکار ارباب شهزاد وايي، له افغان حکومت سره یې د دې اقدام په اړه موافقه کړې.
افغان ولسمشر اشرف غني د جون پر ۲۷مه د پاکستان په سفر کې ویلي ول، د ۲۴ ساعته سوداګرۍ له پیل سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ستونزې هوارې شي.
په تېرو څلور کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري خورا کمه شوې او د خیبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو د سوداګرو ټولنه وايي، د تجارتي ستونزو له کبله یې کاروبارونه او برامدات اغېزمن شوي دي.