د امریکا-طالبانو پر ممکنه تړون په افغانستان کې اندېښنې

قطر کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو پلاوي ترمنځ مذاکرات. ۲۰۱۹، ۲۶ فبروري

د امریکا او افغان طالبانو ترمینځ په دوحه کې د خبرو اترو له اتم پړاوه پس داسې ښکاري چې دواړه خواوې یوه تړون ته نېزدې شوي دي.

تمه ده چې د ناروې په ښار اوسلو کې د افغان چارواکیو او طالبانو تر مینځ هم مذاکرات وشي.

له کلونو راهیسې د امریکا پالیسي دا وه چې افغان حکومت او طالبان له یو بل سره کښېني او دا پروسه د افغانانو په مشرۍ پر مخ ولاړه شي خو طالبانو افغان چارواکي قانوني نه منل او ورسره يې له خبرو انکار کاوه.

دا هم وګورئ: د تلپاتې افغان سولې لپاره هڅې کوم: خلیلزاد

د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي هغه وخت بدله شوه، کله چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازی وټاکل شو. نوموړي له طالبانو سره په قطر کې د افغان حکومت په غیر موجودګۍ کې مخ په مخ خبری پیل کړې چې افغان حکومت پرې خپل خپګان او غوسه وښودله. د دې پهع غبرګون کې د خلیلزاد وینا وه که امریکا او طالبان یوې لوظنامې ته په رسېدو کې بریالي هم شي خو بشپړ اوربند د افغانانو له خپلمینځيو خبرو پرته به نه عملي کېږي.

د امریکا او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو اته پړاوه وشول چې اوس دواړه خواوې د لوظنامې په تیکینکي اړخونو او عملي کولو بحثونه کوي.

د راپورونو تر مخه د لوظنامې په مسوده کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بتدریج وتل، د تشدد کچه راښکته کول، او د طالبانو له خوا د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره نه کارول شامل دي. دا هم ویل کېږي چې په مسوده کې امریکایانو د ۱۳۰۰۰ طالب بندیانو د خوشېکولو ژمنه هم ښودلې ده، چې افغان حکومت ورباندې خپله اندېښنه ښودلې ده.

په مسوده کې د راپورونو تر مخه د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

دا هم وګورئ: حامد کرزی: د سولې بهیر د امریکا او پاکستان په واک کې دی

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د لوظنامې په اړه ډېرې وېرې موجودې دي او ویل کېږي چې له افغانستانه د وتلو په منډه کې امریکا طالبانو له ډېر رعایتونه ورکړي دي.

په عین حال کې زلمي خلیلزاد تېره اونۍ د ناورې ښار اوسلو ته سفر وکړ چې پکې د افغانانو ترمینځ د خبرو اترو لپاره تیاری نیول کېږي.