په بر دیر کې چاودنې ۴ کسان وژلي، ۲۲ یې ژوبل کړي

دیر - د خیبر پښتونخوا د بر دیر په شیرینګل کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ ژوبل دي.

د سیمې د پولیسو مشر میا نصیب جان د اګست ۱۸مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، پېښه مازیګر مهال د شیرینګل په حیاګي کې شوې چې پکې د یوه ځايي مشر ملک معتبر خان کاروان په نښه شو خو هغه له بریده روغ وتلی دی.

نوموړی د طالبانو ضد د امن لښکر مشر هم پاتې شوی وو.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې.

خو پولیس وايي، ملک معتبر خان او ملګري یې شخصي دښمنۍ هم لري نو ځکه یې د رېموټ کنټرول بمي چاودنې "هراړخیزه پلټنو" امر کړی دی.

د پولیسو مشر په وینا، په ژوبلو کې د دوو روغتیايي حالت خراب دی.

صوبايي حکومت د پېښې نوټس اخیستی.

د خیبر پښتونخوا په دیر، سوات، پېښور او قبایلو په ګډون په یو شمېر سیمو کې اکثر د امن لښکرو مشران او غړي په وسله والو بریدونو کې په نښه شوي.

د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل پر ۳۰مه په مومندو کې په بمي برید کې د امن لښکر یو پخوانی غړی وژل شوی وو.