په بونېر کې د وسله والو د لټون عملیات روان دي

په ۲۰۰۹ز کال کې په بونېر کې د وسله والو ضد د پوځي عمليات.

پراګ - د بونېر ضلعې د پوليسو مشر وايي، له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې په سیمه کې د وسله والو ضد پلټنیز عملیات پیل کړي.

محمد ارشاد د اګست پر ۲۰ مه مشال رېډيو ته وويل چې دا عملیات پولیس او پوځ په شریکه کوي خو لا یې پکې څوک نیولي یا وژلي نه دي.

نوموړي دا هم و نه ویل چې په سیمه کې د کومې ډلې وسله وال فعال دي.

دی وايي، هغوی د ایلم په غرییزه سیمه کې دي نو ځکه یې نیول ګران کار دی: "موږ پرله پسې د دوی د نيولو هڅې کوو خو شاوخوا ۴۶ مربع کیلومیټر سيمه ده، غرونه دي، ځنګلونه دی او اوس د جوارو فصل [هم رسېدلی] نو د وسله والو په ختمولو کې ستونزې دي."

د اګست پر ۱۴مه، د واکمن تحریک انصاف سیاستوالانو هم په سیمه کې د وسله والو موجودګي تایید کړې وه.

داسې ښکاري لکه چې حکومت نشته، رياست نشته او قانون نشته ځکه چې دا وسله وال په رڼا ورځ ګشتونه کوی.
بخت افسر

د اګست پر ۲۰مه، د بونېر ځينو مشرانو او ځوانانو مشال رېډيو ته وويل چې په سيمه کې يې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال په رڼا ورځ ګرځي او له خلکو پېسې اخلي.

د ګدېزو تحصیل د سلطان وس کلي بخت افسر وايي وسله وال په لارو کې خلک تنګوي:

"له يوې مياشتې راهيسې چې موږ څه ګورو نو داسې ښکاري لکه چې حکومت نشته، رياست نشته او قانون نشته ځکه چې دا وسله وال په رڼا ورځ ګشتونه کوی او په لويو لارو ناکې لګوي،د ګاډو تلاشۍ اخلي او د خلکو شناختي کارډونه ګوري او په کليو کې هم د ورځې ګرځي "

د بونېر د پولیسو مشر دا تورونه رد کړل خو هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړی حسن بونېری وايي، له وسله والو د خپلې سيمې پاکولو لپاره سوله ييزه مبارزه پیلوي ځکه چې نه غواړي، د عملیاتو له وجې بیا کډوال شي:

"موږ دا خبرې نه منو چې زموږ ماشومان دې بيا د مردان، پېښور او صوابۍ په غرمو کې په پردیو کورونو کې د کډوالۍ ژوند وکړي. دوی ویلي ول چې بونېر يې له وسله والو پاک کړ او اوس هم په ډګر کې پوځي کرنل ناست دی، پوليس موجود دی نو بيا دا وسله وال څرنګه راپېدا شول؟"

د بونېر له خودو خېلو تحصيل حیدر خان بونېری وايي، انتظامیې په ايلم کې د وسله والو د موجودګۍ له کبله هلته کې د خلکو په ورتګ بنديز لګولی خو په خبره يې چې په نورو سيمو کې زیات وسله وال نشته:

"[وسله وال] له خلکو په زوره پیسې نه اخلي، ناکې هم نه لګوي او نه له خلکو سره څه کار لري خو بس يوازې د خپل تحريک لپاره اواز پورته کوي."

تحریک طالبان پاکستان د اګست پر ۱۷مه په يوه بیان کې له خلکو په زور د پیسو اخیستو تور رد کړی.

په ۲۰۰۹ز کې د پاکستان پوځ د ملاکنډ په سوات، بونېر، دیر او شانگله کې تر هغې وروسته، پوځي عملیات وکړل چې طالبانو یو شمېر سیمې ونیولې او هلته يې خپل نظام اعلان کړی وو او خلکو ته به يې سزاګانې ورکولې.

حکومت د دغه عملياتو په نتيجه کې له وسله والو څخه د سیمې پاکولو اعلان وکړ.