په های کورټ کې د محسن داوړ او علي وزیر د ضمانت درخواست داخل

محسن داوړ او علي وزیر په خړ کمر کې له تاوتریخوالي راهیسې بندیان دي

پېښور - د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر وکیلانو د هغوی د ضمانت لپاره د پېښور های کورټ ته غوښتنلیک ورکړی دی.

د هغوی د وکیلانو د ډلې یوه غړي طارق افغان د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، هیله من دی چې های کورټ به د مقدمې اورېدنه ژر وکړي.

د پارلېمان دواړه غړي د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د ډزو تر هغې پېښې وروسته نیول شوي ول چې پوځ او پښتون ژغورنې غورځنګ یې پړه پر یو بل اچوي.

پر هغه ورځ، د پوځ له وینا سره سم، پر سرتېرو تر برید وروسته په ځوابي ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان ول.

خو غورځنګ وايي، د سرتېرو په ډزو کې ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شول.

علي وزیر پر هغه ورځ نیول شوی وو او محسن داوړ د خیبر پښتونخوا په استازیتوب د سیمې د مشرانو تر ننواتې وروسته ځان پولیسو ته سپارلی وو.

دواړه له هغه وخت راهیسې بندیان دي او د خوشې کولو لپاره یې د بنو عدالت د اګست پر ۱۷مه د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې یې په یوه مقدمه کې ضمانت منظور او د خړ کمر په هغې کې یې رد کړ.

داوړ او وزیر پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزیشن پیپلز ګوند په ګډون، یو شمېر سیاستوالانو یې له سپیکره څو ځلې غوښتنه کړې چې دواړه دې د قامي اسمبلۍ غونډو ته وروبولي خو اسد قیصر وايي، موضوع یې د قانوني چارو وزارت ته سپارلې.

د دواړو د خوشې کولو لپاره څو ځلې په سیمه کې پراخې مظاهرې هم شوې دي.